ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کلتور او ټوریزم د ادارې عمومی مدیر محمد عابد خان په پيښور کې د ایران د کلتوري خونې د مشر مهران سکندریان په هرکلي او دهغه په ورتلو په خوښئ ښودلو سره د ټوریزم دصنعت د پراختیا او او کلتوري اړیکو په پیاوړتیا مشتمل د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان د ټينګتیاؤ په بیانولو سره ووئيل ،ایران او پاکستان دوه ګاونډي ،ورور،مسلمان ، دوست او ګاونډي هیوادونه په کتلوري اوټوریزم حوزې کې ډير ظرفیّت لرونکي هیوادونه دي او په همدې سبب زه په دغه مهمې څوکۍ لرونکي په توګه په پيښور کې د ایران له کلتوري نمایندګۍ سره دګډو فعالیتونو دترسره کولو او پخپل مینځ کې د اړیکو پیاوړتیاغواړم او په دې پسې ، دخپل هیواد دویاړمن ګاونډي د کلتوري او ټوریزم دمرکزونو له مشرانو او فعالانو سره داړیکو په پراختیا پسې یم .
په پيښو رکې د ایران د کلتوري خونې د راپور په اساس ،د پاکستان د خیبر پختونخوا صوبې دټوریزم او کلتوري چارود ادارې عمومي مدیر دایران بډائ کلتور او تمدن ته په اشارې سره چې تل د اسلامی نړۍ د مباهاتو او ویاړ سبب دی ، ټينګار وکړ ، له دغه هیواد سره هراړخیزې دوستانه اړیکې د پاکستان لپاره یو ویاړ دی .
په پيښور کې د ایران د کلتوري خونې مشر مهران سکندریان هم له ایران سره د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره د پآکستان د حکومت په کړچار دخوښۍ په ښودلو سره ووئيل ، دکتلوري اونۍ دترسره کیدا پشمول د دوو اړخیزو تعاملاتو د پياوړتیا لپاره د یولړ وړاندیزونو په وړاندې کولو سره به د کلتوري ،هنری، لاسي صنائعو، د ټوریزم دجذبونکو انځورونو،،دکتابونو، نقاشۍ، خوشخطئ، فلم ښودلو ، سنتي قالیو ، دسنتي موسیقئ ، سپورټي ، هنرمندانو د ډلو راشته دیرشه د نندارتونونو دترسره کولو، او همداراز د دواړو هیوادونو د کلتوري او ټوریزم د حوزې دمسئولانو تعاملات او راشه دیرشه ، د دواړو لورو د تعاملاتو له ډيرو ظرفیّتونو سره دلازیاتې بلدتیا او دکلتوري اړیکو په پراختیا کې ډير اغیزشیندونکی وي .