IQNA

ایران د نړۍ په هر هیواد او هرې سیمې کې د جنګ خلاف دی

16:03 - March 15, 2022
د خبر لمبر: 3485540
تهران (ایکنا) - دا یران خارجه وزیر د روسیې له خارجه وزیر سره په ګډ خبری کنفرانس کې ووئیل ،هیله من یوو چې په هغه لاره کښې چې روسیه په ویانا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په څنګ کښې یوې ښې ، پایداره او قوي موافقې ته د رسیدا په لاره  کښې ورولي دغه روښانه نتیجې ته ورسیږو .

ایکناخبرِ آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ ،د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان  چې په رسمي سفر نن سهار وختي د روسیې ماسکو ته تللی  د روسیې له خارجه وزیر سرګئ لاؤروف سره له کنې وروسته ئې په ګډ خبری کنفرانس کې  کښې روسیې ته د خپل سفر د هدفونو په تشریحولو سره دې ته په اشارې سره چې د اوکراین بدلونونه داسې نوي حالات دي  چې په سیمه ییز او نړیوال ډګر کښې رامینځته شوي  وویل مونږ په ډاګه   جنګ غندو که هغه په اوکراین ، افغانستان ، یمن او د نړۍ په بل هر هیواد کښې وي،مونږ بایکاټونه غندو ،د ملتونو او د هیوادونو پرضد د یواړخیزه بایکاټونو لګول ناسمه روده ګڼو او د اوکراین په موضوع کښې په سیاسي حل لارې تمرکز کوو .

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دوام کښې د بایکاټونو د لغو کولو لپاره د ویانا  د ایټمي خبرو اترو  تعقیبول ماسکو ته د خپل سفر بل هدف وباله او ویې ویل داسې خبرونه خپاریږي او خبرې کیږي که چیرې ایران په ویانا کښې له امریکا او دغه راز نورو لویدیځو هیوادونو سره موافقې او نهايي نتیجې ته ورسیږي ، مکمنه ده د روسیې لخوا ځینو غوښتنو ته په پام سره چې په رسنیو کښې مطرح شوي دي په ویانا کښې ضروري ملاتړ ونلرو .

هغه وویل هیله من یوو چې په نن ورځې خبرو کې وکولای شو په هغه لاره کښې چې روسیه په ویانا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په څنګ کښې یوې ښې ، پایداره او قوي موافقې ته د رسیدا په لاره  کښې ورولي دغه روښانه نتیجې ته ورسیږو .

د روسیې خارجه وزارت مخکې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د یواړخیزه بایکاټونو د لغو کیدا لپاره د ویانا د خبرو اترو په لاره کښې د خنډونو د رامینځته کولو په اړه په ماسکو باندې د تورونو د لګولو په اړه ټینګار وکړ د اټومي تړون د احیا کولو دغه خبرې اترې له ځنډ پرته او د تیر وخت په شان دوام ولري .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i113492 

captcha