ایکناخبری اژانس د ډاؤن خبری سایټ له قوله راپور راکړ،د ملګروملتوعمومی اسمبلۍ پرون په اجماع سره له اسلامه د ویرولوله پروسې سره دمقابلې دنړیوالې ورځې په نامې سره یو پریکړه لیک تصویب کړ .
ددغې موافقې په اساس،د مارچ پنځلسمه نیټه له اسلامه د ویرولو له پروسې سره د مقابلې نړیواله ورځ نومول شوې ده .په راپورکې وئيل شوي دغه پریکړه لیک اسلامی هیوادونو وړاندې کړی او ایران او نورو پنځوهیوادونو له دغه پریکړه لیک سره د اړونده خبرواترو رهبري په غاړه درلوده .
په دغو اسلامی هیوادونو کې ایران ،پاکستان،ترکیه،عربستان،اردن او انډونیشیا ددغو خبرواترو مشري په غاړه درلوده او له اسلامه د ویرولو له پروسې سره ئې پر خپل کلک هوډ ټينګار کړی دی .
دغه پریکړه لیک د مسلمانانو په ضد هرډول تاؤتریخجنو او کرکیجنې څرګندونې محکوم کوي او د سولې او زغم همدردۍ لپاره د نړیوالو هلوځلو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده .