ایکناخبري آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ، په پنډۍ ښار کې د ایران د کلتورخونې مشر فرامرز رحمان زاد د پنجاب صوبې د کلتور اونۍ د نندارتون په دستورو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ ګډو تمدنی او کلتوری ګډولو ته په اشارې سره د ایران او پاکستان ترمینځ د ګد، کلتوری مشترکاتو په پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل په هرو دو هیوادونو کې ځای کلتور او تمدن د اسلامي باورونو په دلیل ډیر بډایه دی . هغه ووئیل ، په ایران کې د نوروز جشن چې د پاکستان په زیاترو سیمو کې په ډیر پرتم سره لمانځل کیږي او د پسرلي پیل ئې ګڼي ، د ایران یو لرغونی او مخ په پراختیا جشن دی چې په یو شمیر نورو هیوادونو کې هم په پرتم سره لمانځل کیږي .
په پاکستان کې د ایران سلایار دخپلو خبرو په دوام کې د ایران او پاکستان ترمینځ د کلتوري ګډو فعالیتونو اومبادلاتو په ضرورت ټینګار وکړ او وې وئيل ، د هردواړو هیوادونو ځاي تمدن او کلتور د اسلامی باؤرونوپه دلیل له ډيرو بدائو چارو برخمن دی .
د پاکستان د پنډۍ ښار د کلتوری شورا یوې مشرې ناهید احمد هم د ایران او پاکستان د ګډ کلتور میراث د عظیمې پانګې په توګه یاد کړاو ویې ویل د پنجاب صوبې د پینځو سیندونو په دلیل پنج اب باندې مشهور دې او دغه ټاټوبی د حاصل خیزۍ په دلیل د تاریخ په اوږدو کې ستر تمدنونه لیدلي دي چی له ایرانی کلتور او فارسی ژبې په اغیزشیندلو سره د غوړیدا اوج ته ورسید .
همداراز د علامه اقبال د افکارو د غوړیدو د ټولنې مشر ملک عبدالصبور ، د پاکستان د زده کړې د برخې یوه مسئول رئوف حنیف او همداراز د یو شمیر نورو کلتوري او فرهنګي شخصیّتونو پخپلو څرګندونو کې د پاکستان له حکومته وغوښتل د دوو مسلمانو او ګاونډیو هیوادنونو ترمنیځ د ولسی ارتباطاتو او د متقابلو هنري او کلتوري تعاملاتو د پیاوړتیا لپاره د زمینې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي .