ایکناخبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ ، په ملګروملتو کې د پاکستان استازي منیراکرم په یولړ څرګندونو کې ووئیل ،فی الحال د طالبانو دحکومت د په رسمیّت پیژندلو هیح اراده نه لري ، ا لبته د سیمې دهیوادونو په اجماع پسې به دغه کار ترسره کړي .
دطالبانو دحکومت د په رسمیّت پيژندنې موضوع هاله چې د ملګروملتو امنیت شورا په پنځلسو غړو کې په ډيپلومآټيکه سویه د حکومت په رسمیّت پيژندنې پرته د طالبانو دحاکمیّت لاندې افغانستان سره د رسمی اړیکو ټینګولو ته رایه بیا مطرح کړه ، نو روسیې هم سپينه رایه ورکړه .
پاکستان لومړنی هیواد ؤ چې د افغانستان له نوي واکوالانو سره ئې په چلند کې دلازیات نرمښت غوښته وکړه ، خو اسلام اباد تر دې دمه دطالبانو حکومت په رسمیّت نه دی پیژندلی .
په ملګروملتو کې دپاکستان سفیر ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا په دې باب د پاکستان پر دریځ دملګروملتو رایه کومې اغیزې شیندي ، ووئيل ، مونږ به یوازې هاله په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیّت وپيژنو چې په دې موضوع کې په تیره بیا د سیمې په هیوادونو کې د نظر یووالی وجود ولري .