د ایران د اسلامي انقلاب سترلارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ۱۴۰۱ هجري لمریزکال د پیلیدا په مناسبت نوی کال د تولید، پوه بنسټه او د کار رامینځته کولو کال ونوموه.
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د ۱۴۰۱لمریز کال د پیلیدا په مناسبت پخپل پيغام کې د ایران لوي ملت او درستو همدله ملتونوته او په تیره بیا شهیدانو جانبازانو،سرښیندونکو او د علم،سلامتیا ،امنیت او مقاومت په مختلفو ډګرونو کې د ملت خدمت کونکو او دهغوي معظمو کورنیو ته د نوروز د نیکمرغه اختر او د عالم وجود د ځلانده لمر حضرت امام مهدي عجل ا...تعالی فرجه الشریف د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره ، نوی کال د ؛تولید ،پوه بنسټه او دکارکسب رامینځةکونکی کال ونوموۀ.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود تیر ۱۴۰۰لمریزکال هم له ډيرو ټيټو هسکو سره یو ځاي کال وبالۀ او وې وئيل ، د ولسمشرۍ لوی او مهم انتخابات د تیر کال یوتر ټولو مهمه او خوږه پيښه وه چې خلکو له خوریدونکي کرونائي بحران سره سره ،په انتخاباتو کې په ګډون سره یو تازه دم حکومت میدان ته وارد کړ چې د موجوه نښو نښانو په اساس د مخکې محترم حکومت پّ نسبت یو ولسی او نوي انګیزه لرونکی دی او په ولس کې ئې هیلې ژوندئ کړي دي .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي له کرونائي بحران سره جدي مقابله او د ټولو لپاره د واکسنو د تامینولو له امله د مړینو په ترپام وړحده کمیدا ،د تیرلمریزکال یوه ستره بریا وبلله او ددغه کال د یوې بلې پيښې د اوج په بیانولو سره ئې وفرمائيل،دعلم او ټيکنالوجۍ په مختلفو ډګرونو کې له څو ډوله واکسنونو تولیده رانیولې د سپوږمکۍ فضا ته تر لیږدولو پورې ډیر ستر کارونه ترسره شول .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود ، د ایران په ضد په زیاتره دباؤ کې په خپلې بې شرمې ماتې باندې د امریکایانو اعتراف ، په نړیوال ډګر کې د تیر لمریز کال یوه بل خوږلښت وبالۀ او وې وئيل ،د ولس مقاومت او کلکه دریدا ، ددغه بریالیتوب لامل شوه او په حقیقت کې دا دایران ملت ؤ چې بریالی شو .
دوي همداراز پخپل پیغام کې دهغو ډيرو پيښوپه باب چې په تیرلمریز کال کې د نړۍ په مختلفو سیمو کې پيښې شوي،ټينګار وکړ دغو درستو پيښو د استکبار په مقابل کې د ایران د ملت سمه لاره نندارې ته وړاندې کړه .
حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي د خلکو اقتصادي تنګڅه،د ګرانئ او انفلیّشن مشکل،په تیر لمریز کال کې یوه تراخه موضوع وبلله او وې فرمائيل؛ اقتضادي مشکلات معالجه کیږي او حتما باید علاج ئې وشي،البته بیړه او ددغو مشکلاتو ختمیدل حقیقت پال نه دي،خو هیله مند یوو ، په نوي لمریز کال کې چې د پنځلسمې لمریزې پيړۍ لومړنی کال دی ، ځيڼي ډيرې برخې ئې ختمې شي .
دوي په دوام کې د نوي لمریز کال دشعار له ټاکلو موخه ، د ادارو او اورګانونو دمسئولانو او دخلکو پرګنو حرکت ته لور ورکول وبلل او زیاته ئې کړه ، په ځينو کلونو کې له شعار سره سم ډيرې بریاوې ترلاسه شوي دي ،خو په ځينو کلونو کې هم کم کارۍ شته وې . البته په تیر لمریز کال کې چې د تولید ، ملاتړونو او دخنډونو دلیرې کولو کال نومول شوی ؤ ، تر یوه حده ښه کارونه ترسره شول چې باید دوام ومومي .
دا سلامی انقلاب معظم لارښود په وروستیو کلونو کې د تولید پر موضوع د تمرکز دعلت په بیانولو سره هم وفرمائيل ؛ تولید،له اقتصادي سختیانو څخه د تیریدا اصلي لاره او د اقتصادي مشکلاتو دحل کِلي ده ، ددې په ترڅ کې چې اقتصادي وده ، دکارکسب زیاتیدا ، دانفلیّشن کمیدا ، د سړي سر د عاید زیاتیدا ، دعمومي هوساینې ښه کیدا ، او ه مداراز په ملي عزت او په نفس باندې داعتماد زیاتیدا ، دملی تولید په نامې سره دودیدا او له رونټيا سره غوټه خوري ، چې په دغو کلونو کې ورباندې تکیه کولو تر ډيره حده ښې اغیزې درلودلي دي .
حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي وفرمائيل ، سږکال هم هماغه شان د تولید پر موضوع ټینګار کوم ، البته د تولید پر نوي انداز او لایو باندې ، یعني پر تولید ، پوه بنسټه کارونو او دکارکسب په زیاتیدا ټینګار کوو . دوي همداراز دتولید پوه بنسټه او دکارکسب رامینځةکول معیار ګرځول ، په درستو اقتصادي اهدافو کې د محسوسیدونکي او مخ په وړاندې حرکت وباله او زیاته ئې کړه ، د ۱۴۰۱لمریزکال کل شعار هم همدغه تولید ،پوه بنسټه اقدامات او دکارکسب رامینځةکول دي .
ټاکل شوې ده چې داسلامي انقلاب د نوروز د نیکمرغه اختر او د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ د مازدیګر څلور نیمې بجې د ایران له لوي ملت سره نن په مستقیمه بڼه د ریډیو اوټیلیويژنی له لارې خبرې وکړي.