ایکناخبری آژانس د صداو سیما له قوله راپور راکړ ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي په یوه پیغام کې د پاکستان د ملی ورځ په مناسبت ددغه هیواد ولسمشر لومړي وزیر او درست ملت ته د زړه له کومې مبارکي ووئيله .
ابراهیم ریئسي د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي ته پخپل پیغام کې د دواړو ګاونډیو او دوستو هیوادنو په ښو اړیکو د خوښئ په ښودلو سره هیله کړې چې خپل مینځۍ اړیکې او ملګرتیاوې لازیاتې پراخې او پیاوړي شي .
د ایران ولسمشر همداراز د پآکستان لومړي وزیر عمران خان ته هم پخپل پیغام کې دپاکستان حکومت او درست ملت ته د ملی ورځې په مناسبت د مبارکۍ په وئيلو سره هیله وښودله چې د ایران د اسلامی جمهوریت اوپاکستان د ورورولۍ او دوستانه اړیکې ، د دواړو ملتونو د دګټو د تامینولو او په مختلفو زمینو کې د دواړو هیوادونو دمسئولانو دملګرتیا او یوه زړتوب په سیوري کې لاپراخې شي .
د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي هم په دې مناسبت د پاکستان درست ملت ته د زړه له کومې مبارکي وائي .