ایکناخبری آ ژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر په ۱۴۰۱ نوي لمریز کال کې د حکومتي کابینې په لومړنۍ ناستې کې داسلامی انقلاب د معظم لارښود د فرمایشاتو په هیله منونکي او مسئولیّت رامینځةکونکو بللو سره ووئيل ، درست اجرائي اورګانونه باید په منظم ډول د کال د شعار دتحقق لپاره خپلې هڅې راپور کړي .
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم رئسي زیاته کړه،په ۱۴۰۱ لمریز کا ل کې په حکومت کې د ارزونې تر ټولومهمه ځانګړنه،پوه بنسټه اقدامات او دهغو دکارکسب رامینځةکول دي.
د اسلامی ایران ولسمشر همداراز ووئيل ،مهمه او اساسي برخه،په اقتصادي ، کلتوري او ټولنیزو مسئلو کې هغو کسانو ته د میدان ورکول دي چې مسئلې حل کولی شي .
هغه روښانه کړې ده ، دغه حکومت داسې ګامونه پورته کړي دي چې روښانه شوې ، په بندیز او دباؤ سره سره ،هم کارونه پر مخ بیوللی شي .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دغه راز ووئيل ، پوهنتونونه هم باید د کرهڼې او صنعت په مختلفو ډګرونو کې شتون ولري ، او د عملی او اکاډمیک بحثونو او فعالیتونو ترڅنګ ، دعمل په میدان کې دمشکلاتو د حل لپاره لارې چارې وړاندې کړي .