IQNA

نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت په رسمیّت وپيژني

14:52 - March 25, 2022
د خبر لمبر: 3485589
تهران (ایکنا)- په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت دکورنیو چارو زویر د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړی استازي سره په کتنې کې د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې او د دواړو هیوادونو دمشترکو ګټو  په لړ کې دملګرتیا غوښتنه وکړه .

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د روسیې د دفاع ،کورنیو ،اقتصادي ، کرهڼيزو او دانرژۍ د چارو د وزارتونو له استازو د جوړپلاوي مشرضمیرکابلوف د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره کتنه وکړه .

 د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت له خوا  دخپرې شوي اعلامیې په اساس ،  کابلوف  په دغې کتنې کې دافغانستان له واکمن لوري سره  دملګرتیا په ژمنې سره ټينګار کړی،  چې ماسکو  د طالبانو غوښتې او اړتیاوې پوره کولی شي .

  سراج الدین حقاني هم  دافغانستان د سولې له بهیر سره د په رابطه کې دروسیې  دهلوځلو په قدرونې سره  ووئيل ،  مونږ  هغه درستوژمنوته چې مو کړې وې ، پابنده یوو او له افغانستان څخه  به ګاونډیو او نورو هیوادونو ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نشي.

 د  طالبانو داخله وزیر په دوام کې له نشه ایزو موادو سره مبارزه،د درستو هیوادونو دنده وبلله او ټينګار ئې وکړ،چې دغه سپیره بلا  نه یوازې د افغانستان لپاره،بلکې ټولو هیوادونو ته یو ګواښ دی او  باید په دې زمینې کې ګډه مبارزه وشي.هغه د روسیې پلاوي ته په خطاب کې ووئیل ،اوس د طالبانو د په رسمیّت پيژندنې لپاره بهرنیو هیوادونو لپاره داسې ښه فرصت برابر شوی دی څو د متقابلو اومشترکو ګټو په اساس کار وشي .

کابلوف له دې مخکې هم د طالبانو له خارجه وزیر او دلومړي وزیر له اقتصادي مرستیال سره د سیاسی او اقتصادي اړیکو دپیاوړتیا په باب خبرې اترې کړې وې .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/01/05/2686656/حقانی-

captcha