ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپورورکړ ، د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مشر جوزف بورل دغه څرګندونې د دوحې په شلمې غونډې چې نن او سبا ترسره کیږي،کړي او وئيلی ئې دي،باید دغه نړیواله موافقه چې د درستې نړۍ او سیمې په ګټه ده زرترزره لاسلیک شي او ترینګلتیاوې او شخړې هم نوره پاي ته ورسیږي .
له بل پلوه راپورونه ښئ چې د اروپائي اتحاددئې د بهرني سیاست دکمیشن مرستیال او د ایټمي خبرواترو غږملونکی آنریکه موره د باقي پاتې مسئلو د حل کولو او د بندیزونو د ختمولو لپاره د خبرواتر د جمع بندۍ لپاره دخبرواترو په موخې سره دایران په لور خوځيدلی دی .
جوزف بورل په همداوروستیو کې د ایران له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټيلیفوني تماس کې وئيلي ، چې اروپائي اتحادیه ، له امریکا څخه د اقتصادي ضمانتونو د اخستو لپاره دایران د غوښتې ملاتړ کوي . هغه وئيلی دي ،دویانا ایټمی خبرې اترې ، یوه حساس ځاي ته رسیدلي دي او اوس امریکا اوایران دپیغامونو په مبادلې کې باید له خپلې لازیات نرمښت وښئ او هڅه وکړي ، چې د وخت پر محدودیّت غلبه وکړي . بورل ددې خبرې په کولو سره چې د ایران لپاره داقتصادي ضمانت موضوع مهمه ده ، زیاته کړه ، مونږ له دې غوښتې څخه ملاتړ کوو او د یوې ښې موافقې تر رسیدا پورې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ، ځکه ئې ډیره وږده لاره مو کچ کړې ده .