ایکناخبري آژانس په جکارتا کې د ایران د کلتوري خونې د اطلاعاتو دبرخې له قوله راپور راکړ ، ددغې جشنوارې په لومړنۍ ورځې چې نن د ایران دتمدني او کلتوري حوزې کې د لرغوني نوروز او د نوي لمریز کال په مناسبت پیل شوې ،ډيرو ویناوالو په دې مناسبت ویناوې وکړې چې دغه دستورې د نړۍ د مختلفو هیوادونو دډيپلوماټانو او همداارز د انډونیشیا د سیاسی کلتوري او رسندوئي شخصیّتونو له خوا او همداراز په دغه هیواد کې دیره دایرانیانو او دهغوي د دکورنیو له تاؤدۀ هرکلی سره یو خاي وې . په جکارتا کې دایران داسلامی جمهوریت کلتوري سلایار محمد رضا ابراهیمي دا یران د هنر اوفرهنګ د منیه والو لپاره د ایرانیو فلمونو خپرول هم ددغې جشنوارې دپروګرامونو یوه برخه وبلله او وې وئيل ،د پروګرام په اساس ، دغه فلمونه له انګریزي ژبې ترجمې سره یو ځاي تر پنځو ورځو پورې ددغه کتابتون په سینما هال کې دخلکو نندارې ته وړاندې کیږي . په انډونیشیا کې د ایران کلتوري سلایار ددغې درې ورخنۍ جشنوارې په نورو پروګرامونو د ایرني هفت سین جوړیدا ،د کلتوري محصولاتو په تیره د لاسي صنائعو تر ټولو ستر نندارتون او همداراز د نوروزي دودونو د عکسونو او د ایرانیو میټایانو او خوړو پروګرام هم شامل دي . https://iqna.ir/fa/news/4045379