IQNA

د افغانستان په هرات کې میرمنو د انسجام او پیوستون لپاره غونډه جوړه کړه 

12:57 - April 01, 2022
د خبر لمبر: 3485624
تهران (ایکنا) -د هرات د میرمنو د مشورتي او انسجام د غونډې  دترسره کونې مسئولې میرمن  فاطمه فراهي  په یولړ څرګندونو کې ووئيل  ددغې غونډې دترسره کیدا موخه ، د کار او زده کړې د حق پشمول د  میرمنو د غوښتنو او اندیښنو مطرح کول دي  .

ایکناخبری اژآنس د آوا له قوله راپور راکړ،د افغانستان درست ولس په تیره بیا د هرات اوسیدونکي د افغانستان له مسئولانو غواړي ،څو زرترزره دې پر انجونو زده کونکو د ښونځیو دروازې پرانیزي  او د هیواد دټولنې ددغې مهمې پرګنې مشکلات  او اندیښنې دې ختمې کړي .

په راپور کې وئيل شوي دي ،د هرات د میرمنو د مشورتي او انسجام د غونډې  دترسره کونې مسئولې میرمن  فاطمه فراهي  په یولړ څرګندونو کې ووئيل  ددغې غونډې دترسره کیدا موخه ، د کار او زده کړې د حق پشمول د  میرمنو د غوښتنو او اندیښنو مطرح کول دي  .

میرمن فراهي دغه راز ووئيل ،  په دغه پروګرام کې د طالبانو دحکومت  له مسئولانو ته هم بلنه ورکړل شوې ، خو  دوي د میرمنو  په مشورتي غونډې   کې له ګډونه ډډه کړې ده.

 هغې ووئيل ،  د انجونو د ښونځیو تړل کیدا دد رست ولس د اندیشنې  سبب شوي او ضرورت دی چې زرترزره دې  پرانیستل شي .  په عین حال کې  د افغانستان په پارلیمان کې د هرات د خلکو پخوانۍ استازې میرمن  مسعوده کروخي  هم ووئيل ،  هرهغه بدبختی چې  دافغانستان  ولس ورسره مخامخ دی ،   دغه ټول مشکلات د بهرنیو د لاسوهنو په خاطر دي . او د هرات ولایت میرمنې  دخپل حق د ترلاسه کولو پورې  خپلې مبارزې ته دوام ورکوي ، به همدې خاطر ئې  په دغې غوندې کې  له ټولو میرمنو وغوښتل  خپل پیوستون دې وساتي .

https://avapress.com/fa/259819/%D8

captcha