ایکناخبري آژانس د آوا له قوله راپور راکړ ، که څه هم د ورغتیا نړیواله ادارې د افغانستان دروغتیا او درملنې له برخې ملاتړ ته ژمنه شوې ، خو دامریکائي بانکونو له خوا د افغانستان د شتمنیو دکنګل کیدا او د کریډیټونو دکمیدا په دلیل ، د افغانستان روغتیائي حالات لازیات اندیښمنونکي شوي دی . دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان نیم ولس هم د خوړو له کمښته کړیږي .
په راپور کې وئيل شوي دي د طالبانو دحکومت د روغتیائي چارو وزیر قلندر عباد او ورسره پلاوي پرون د قطر په دوحې کې د روغتیا دنړیوالې ادارې او یونیسف ادارې له استازو سره په کتنې کې ددغه هیواد د روغتیا له برخې د نړیوالې ټولنې د لازیات ملاتړ غوښته وکړه . هغه ووئيل په دغې ناستې کې د افغانستان د روغتیائي نظام د لومړیتوبونو پیاوړتیا باندې خم دنظر تبادلې وشوې .
د طالب حکومت د روغتیائي چارو وزیر قطر ته دخپل سفر په دوام کې ددغه هیواد د څو درملیزو مرکزونو کتنه هم وکړه .
د سرۀ صلیب نړیوالې ادارې تیره اونۍ د امکاناتو اوکریډیټونو دکمښت په دلیل په افغانستان کې د زرګونو روغتیائي مرکزونو تړل کیدا ته په اشارې سره راپور ورکړی، که دغه بهیر دوام ومومي ، نو د لکونو افغانانو ژوند به له جدي خطرو سره مخ شي .