ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د هنګري د بهرنیو چارو له وزیر پیټر سیارتو سره په ټيلي فوني خبرو کښې د دغه هیواد د پارلمان په انتخاباتو کښې د فیدس واکمن ګوند د بریالیتوب د مبارکۍ په ترڅ کښې له هنګري هیواد سره د اړیکو د پراخولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی او په بیلابیلو حوزو کښې د دواړو هیوادونو د دوهم ګډ اقتصادي کمیسیون د موافقو عملیاتي کیدل اعلان کړل .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د ویانا د خبرو اترو په هکله هم وویل د ایران نوښتونو ته په پام سره په خبرو کښې مهم پرمختګونه شوي دي خو اوس هم د ایران او د امریکا ترمینځ ځینې مهمې موضوګانې پاتې دي او د اروپايي اتحادیې د لوړرتبه مرکچي په وسیله د دغو موضوګانو په هکله د پیغامونو تبادله کیدل دوام لري .
د هنګري خارجه وزیر پیټر سیارتو هم د ویانا د خبرو اترو په هکله هیله وکړه چې د ټولو لورو په رغنده کړچار سره موافقه ترلاسه شي .