IQNA

په هامبرګ کې د قرآن اتمې اروپائي سیالۍترسره کیږي.

14:03 - April 07, 2022
د خبر لمبر: 3485649
تهران(ایکنا) – د جرمني دارالقرآن د روژې په مبارکې میاشتې کې  او دغه راز په روان اپریل میاشت کې د اروپا په سویه د قرآن  کریم د تفسیر،مفاهیمو،حفظ او قرائت د سیالیو د اتم پړاؤ د ترسره کولو بلنه ورکړې ده .

ایکناخبری آژانس له جرمني راپور ورکړ،د جرمني د هامبرګ (ویډیوئي فایل) د اپریل تر ۲۲نیټې پورې  او نهائي مرحله هم د اپریل تر دیرشمې نیټې پورې د هامبرګ په اسلامی مرکز کې په حضوري بڼه ترسره کیږي .

د قرآن کریم د خپرونې او دودونې  او معارفو برخې د قرآني غوره کسانود ودې اوغوړیدا،د وحي له کلام سره حافظانو او قاریانو د لازیات انس د زیاتیدا او دغه راز په اروپا کې په قرآني ټولنې کې د اتحاد او یووالي د رامینځةکونې لپاره زمینه  جوړونې، ددغې سیالۍ موخې اعلان شوي دي .

په دغو سیالیو کې په مختلفو قرآني څانګوکې زیات عمرلرونکي او ښځې  د مجازي  او زوم له لارې ، د زلمیانو لپاره تقلیدي تلاؤت ، د خوئيندو او وروڼو لپاه دقرآن قرائت، تفسیر، او د قیامت د  سورې مفاهیم په فارسی او عربی دوو ژبو  او همداراز مداحی (له میوزیک پرته )ترسره شي

په دغو سیالیو کې په اروپا کې اوسیدونکي  د هرمذهب لرونکو پشمول درست مسلمانان د عمر له محدودیّت پرته پکې برخه اخستلی شي چې په دوو برخو،یعنی له شپاړسو کلونو په زیات عمرلرونکو او له شپاړسو کلونوکم عمرلرونکو کسانو باندې ویشل کیږي . او هر کس یوازې په یوې سیالۍ کې برخه اخستلی شي .

په دغو سیالیو کې د لومړۍ روتبې ګټونکي ته پنځه سوه یور او دوهم لمبر راتلونکي ته څلور سوه یورو او دغه راز دریم لمبر کس ته به درې سوه یورو جایزه ورکړل شي.( اینجا ) کلیک کړئ څو لا زیات معلومات ترلاسه کړئ.

https://iqna.ir/fa/news/4047263/%

captcha