ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر له خپل کویتی همڅنګ سره په ټیلی فونی تماس کې په یمن کې د اوربند د ټینګیدا په هرکلی سره د یمن د کلابندۍ په بشپړه ختمولو او دغه هیواد ته د انساني مرستو په ورلیږلو ټینګار وکړ .
حسین امیر عبداللهیان له شیخ احمد ناصر الصباح سره په خبرو کې وویل پر خبرواترو سربیره په سیمه ایزو عملی ملګرتیاو ټینګار او سیمه ایزه ملګرتیا د سیمې د امنیت ، پرمختګ او پراختیا په ګټه بولو .ی
د کویت خارجه وزیر هم په دغو ټیلی فونی خبرو کې وویل هیله من یو د اوربند دوام د یمنی خبرو اترو او د دغه هیواد د کړکیچ د اواری زمینه جوړونکی شی . په