IQNA

ملګروملتو یوځل بیا له طالبانووغوښتل د نجونو ښوونځي ې زر پرانیستل شي

14:05 - April 10, 2022
د خبر لمبر: 3485659
 تهران (ایکنا)-په افغانستان کې د ملګرو ملتون استازې دیبورا لاینز پرون ناوخته د طالبانو د  اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره لیده کاته  وکړل.

یکناخبری آژانس د پارس ټوډې  له قوله راپور ورکړ،د ملګرو ملتونو دفتر خبر ورکړی چې په دغې ترسره شوې کتنه کښې د ملګرو ملتوو استازې په افغانستان کښې د نجونو د ښوونځیو د خلاصون لپاره د بیړني اقدام غوښتنه کړې ده.

سرچینه زیاتوي چې په دې لیدنه کې په افغانستان کښې د رسنیو پر وروستي حالت او محدودیتونو هم اندېښنه څرګنده شوې ده.

هغې په افغانستان کې په رسنیو باندې په لګیدلو وروستیو محدودیتونو اندېښنه ښودلې او له ملا خیر الله یې غوښتي چې په دې اړه له خبریالانو سره ګټورې خبرې وکړي.

د یادولو وړ ده چې لاهم په هیواد کې تر شپږم ټولګي   پورته  د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو پرېکړه نه ده شوې.

خو د طالبانو لنډمهاله حکومت وایي، ډېر ژر به تر شپږم ټولګي  پورته د نجونو ښوونځیو  د پرانیسلو په تړاو پرېکړه وکړي.

د طالبانو حکومت د جینکو د ښوونځیو د بند ساتلو په وجه له کورنیو او بهرنیو نیوکو سره مخامخ دی.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i114574

captcha