ایکناخبری آدانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د یمن عالي سیاسي شورا د محاصرې پر ختمولو د عربستان په پابندۍ باندې په ټینګار سره وویل چې د انتقالي شورا جوړیدل په یمن پورې هیڅ اړه نه لري.
په اعلامیې کې د یمن د محاصرې په ختمولو باندې د عربستان د پابندۍ الحدیده بندر ته د کشتیو د رسیدو مخې ته د ټولو خنډونو د ختمولو او د صنعاء د هوايي ډګر د خلاصولو په ضرورت باندې ټینګار شوی دی .
د یمن لوړې سیاسي شورا هم داشان د انساني مسائلو خیال ساتل د اوربند د کامیابۍ لپاره اصلي او حقیقي ځانګړنه وبلله.
دغې شورا هم داشان د انتقالي مشرتابه شورا د قدرت د انتقال لپاره د منصور هادي د پریکړې په غبرګون کښې وویل چې د بدیلې مشرتابه شورا د جوړولو لپاره د عربستان په مشرۍ د عربي ائتلاف اقدام په یمن او د هغه په ګټو پورې هیڅ اړه نه لري.
دغې شورا ویلي دي: د یمن ولس د یو غیرقانوني او له یمن څخه د بهر لوري له خوا د غیرقانوني اقداماتو هیڅ پروا نه کوي او یمنیان خپل قانوني حق یوازې د هغو کسانو په لاس کښې ورکوي چې له وطن، ملي واکمنۍ، آزادۍ او خپلواکۍ دفاع کوي.
د ریاض مذاکرات تیره چارشنبه په عربستان کښې پیل شول او عربستان په دغې غونډې کښې په دغو خبرواترو کښې د شتون لپاره په ځان پورې پيئلو څه باندې شپږو سوو کسانو ته بلنه ورکړې ده.