IQNA

پکتیکا دیني علما: د نجونو ښوونځي دې په بشپړه توګه پرانیستل شي

13:51 - April 14, 2022
د خبر لمبر: 3485680
تهران (ایکنا) – په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کې په دا وروستیو کې په پکتیکا کې هم دیني علماوو په یوه غونډه کې ددغو ښوونځيو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان په پکتیکا کې دیني علماو په یوه غونډه کې د افغانستان د طالبانو په حکومت غږ کړی چې د ښوونځیو دروازې په بشپړه توګه د نجونو پر مخ پرانیزي او په خبره یې اسلامي شریعت په دې برخه کې هېڅ راز ممانعت نه لري. دوی وایي د دیني علماوو مسوولیت دی چې په دې برخه کې رښتینې خبر له خپل ولس سره شریک کړي.

دوی وايي په اسلام کې ښځو او د دوی عزت ته پوره درناوی موجود دی نو طالب حکومت ته په کار ده چې د ټولنې د پرمختګ او هوساینې لپاره د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

تر دې وړاندې په ګڼو نورو ولایتونو کې هم دیني علماوو له طالبانو غوښتي وو چې د ښوونځيو د تړل کېدو په تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي او له لومړي تر دوولسم ټولګي ټولو نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړي

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i114718

 

captcha