IQNA

د افغانستان د تبیان کلتوري مرکز د دسیسو په اړه خبرداری ورکړ

15:07 - April 16, 2022
د خبر لمبر: 3485687
دافغانستان په کابل کښې د تبیان د کلتوري او د ټولنیزو فعالیتونو دفتر پرون په یوې بیانیې کښې په دې هکله د سیمې د ملتونو او حکومتونو په تیره بیا د طالبانو د هوښیارتیا غوښتنه وکړه.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یوشمیر استخباراتي ځواکونو په تیرې پنجشنبې ورځ په کابل کښې د تبیان د کلتوري او د ټولنیزو فعالیتونو د مرکز د نمایندګۍ دفتر ته په ورتلو سره د دغه دفتر مسوول حجت الاسلام یار محمد رحمتي د ایران د اسلامي جمهوریت او د افغانستان د نږدې او دوستانه  اړیکو په ملاتړ او په کابل کښې د ایران د سفارت مخ ته د دغو اړیکو د خرابولو لپاره د وروستیو فتنو او د دسیسود غندلو لپاره  د تیرې چهارشنبې ورځ د غونډې د ترسره کولو په هکله د یوشمیر توضیحاتو د ورکولو لپاره ونیوه.

په افغانستان کښې د تبیان د کلتوري او د ټولنیزو فعالیتونو  د مرکز دفتر وویل د طالبانو د استخباراتي ځواکونو دغه اقدام له احترام څخه ډک او له هیڅ ډول نښتې پرته و او د دغه مرکز په کامل ډول بندول  حقیقت نلري .

د افغانستان د تبیان د کلتوري او د ټولنیزو فعالیتونو د مرکز دفتر له بیلابیلو لارو د طالبانو له مختلفو چارواکو سره په ارتباط کښې دی او د طالبانو چارواکو ویلي دي چې هیڅ مشکل نشته او  حجت الاسلام یار محمد رحمتي به زر خپل دفتر ته ستون شي او ددغه دفتر فعالیتونه به په عادي ډول دوام ولري .

 https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i114792

captcha