ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په ټیلي فوني خبرو کښې د فلسطین ټولو شهیدانو او مقاومت ته د احترام په ترڅ کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا د الاقصی جومات سپکاوی په کلکه وغاند .
هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت د قدس شریف د پلازمینې په توګه په ټول تاریخي ټاټوبي کښې د فلسطین د یوه متحد حکومت د جوړیدا ملاتړ کوي .
د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه هم په الاقصی جومات کښې د وروستیو جنایتونو په بیانولو سره وویل فلسطین نن سبا د الاقصی جومات د یهودي کیدا یا د صهیونیسټ رژيم په مقابل کښې د مقاومت د غوره کولو له دوو(۲) انتخابونو له منلو سره مخامخ دی او د فلسطین خلکو او مقاومت ډلو په قدرت سره د مقاومت لاره انتخاب کړي ده .
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده هم د فلسطین په سپیڅلیو ځایونو باندې د صهیونیسټانو د تیریو او په الاقصی جومات کښې په لمونځ ګزارو او روژه تیانو باندې یرغل وغاند او د نیواکګر صهیونیسټ رژيم د ترهګرو او څاروي ډوله اقداماتو د دوام په هکله یې خبرداری ورکړ .
د صهیونیسټ رژیم پوځیانو پرون سهار د الاقصی جومات په انګڼ کښې په فلسطینیانو باندې حمله وکړه او له کبله یې څه د پاسه یوسل پنځوس (۱۵۰)فلسطینیان ژوبل شول او څلور سوه(۴۰۰) نور ونیول شول .