ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د افغانستان پر دوو ولایتونو د پاکستانیو جیټ الوتکو په جمعې شپې د هوایي بریدونو په غبرګون کې چې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، په خوست ولایت کې په زرګونو خلکو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ.
د پاکستان د هوایي ځواک جیټ الوتکو دغه بمبار د افغانتان د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې د وزيرستاني کډوالو پر څو کورونو کړی، چې په ترڅ کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. دغه راز دغو الوتکو پر کونړ ولایت هم هوایي بریدونه کړي او خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
لاريون کونکو چې د پاکستان پرضد يې شعارونه ورکول او په پېښه کې د وژل شويو کسانو انځورونه يې ليږدول، له افغان سرپرست حکومت او نړيوالې ټولنې يې د پاکستان د دغه بريد په اړه د جدي غبرګون غوښتنه وکړه.
اخوا د افغانستان د سرپرست حکومت وياند ذبيح ا... مجاهد هم پر خوست او کونړ کې د پاکستانيو جنګي الوتکو بريد په تړاو ويلي چې پاکستان دې د افغانانو حوصله نه ازمايي کنه بدې پايلې به ولري. ده ويلي چې حکومت په خوست او کونړ کې په مېشتو کډوالو د پاکستان بريدونه په کلکو ټکو غندي.
خو پاکستان وایی چی دغه برید یې په هغو ترهه ګرو کړې دې چی په پاکستانیو عسکرو یې حمله کړی وه . د ترهه ګرو په حمله کې ۷ پاکستانی عسکر وژل شوي دي .
همداراز په پاکستان کې د طالبانو شارډز افیّر هم د پاکستان خارجه وزارت ته احضار کړئ شوی دی .