IQNA

12:55 - April 17, 2022
د خبر لمبر: 3485692

د ایران یو تکړه او غوره قاری د عربستان د قرآني سیالیو نیمه پاي سیالۍ ته ورسید

تهران (ایکنا) – دایران یو تکړه قاری سید جاسم مېوسوي  چې د ؛عطرالکلام ؛په عنوان سره د عربستان د قرآن د نړیوالو سیالیو په لومړني پړاؤ کې ئې ګډون کړی ،د په زړه پورې او اغیزشیندونکي تلاؤت په اجرا سره ددغو ټیلیویژني سیالیو نیمه پاي یا سیمې فائينل سیالیو ته ورسید.

د ایران یو تکړه او غوره قاری د عربستان د قرآني سیالیو نیمه پاي سیالۍ ته ورسید

ایکناخبري آژانس د مصر د الاهرام له قوله راپور راکړ ،د عربستان د عطرالاکلام نومې د قران کریم دنړیوالو سیالیو لومړنی پړاؤ په جده کې ترسره کیږي .

سید جاسم موسوي  دایران دخوزستان اوسیدونکی قاری دی  او توانیدلی دی د سیالیو په څلورمې مرحلې کې پر خپل سیال برلاسه شي څو په ترتیب سره  له دولسو کسانو څخه شپږم لمبر باندې سیمي فائينل لوبو ته ورسیږي .

سید جاسم موسوي له خپل لیبیائي سیال عصام عبدالحفیظ څخه مخکې شو  او تر ټولو وروستی کس ؤ چې د قرائت په برخې کې سیمي فائينل مرحلې ته ورسیږی.

دغه سیالۍ به په سیمې فائینل مرحلې کې  د شپږو غوره قاریانو دسیالۍکتونکي وي څو له دوي درې قاریان د پاي سیالیو ته ورسیږی او لومړی ، دوهم  او دریم مقام وګټي.راهیابی قاری ایرانی به مرحله نیمه نهایی مسابقات قرآن عربستان + فیلم

د عطر الکلام ټيلیویژني سیالی هره ورځ د ریاض په وخت مازدیګر پنځه بجې د سعودي عربستان له چینله خپریږي .

 

 

راهیابی قاری ایرانی به مرحله نیمه نهایی مسابقات قرآن عربستان + فیلم

https://iqna.ir/fa/news/4049908/

 

 

captcha