ایکناخبري آژانس د مصر د الاهرام له قوله راپور راکړ ،د عربستان د عطرالاکلام نومې د قران کریم دنړیوالو سیالیو لومړنی پړاؤ په جده کې ترسره کیږي .
سید جاسم موسوي دایران دخوزستان اوسیدونکی قاری دی او توانیدلی دی د سیالیو په څلورمې مرحلې کې پر خپل سیال برلاسه شي څو په ترتیب سره له دولسو کسانو څخه شپږم لمبر باندې سیمي فائينل لوبو ته ورسیږي .
سید جاسم موسوي له خپل لیبیائي سیال عصام عبدالحفیظ څخه مخکې شو او تر ټولو وروستی کس ؤ چې د قرائت په برخې کې سیمي فائينل مرحلې ته ورسیږی.
دغه سیالۍ به په سیمې فائینل مرحلې کې د شپږو غوره قاریانو دسیالۍکتونکي وي څو له دوي درې قاریان د پاي سیالیو ته ورسیږی او لومړی ، دوهم او دریم مقام وګټي.
د عطر الکلام ټيلیویژني سیالی هره ورځ د ریاض په وخت مازدیګر پنځه بجې د سعودي عربستان له چینله خپریږي .
https://iqna.ir/fa/news/4049908/