ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د هندوستان پنجاب نیوز ایکسپریس خبري سایټ خبر ورکړی چې د پاکستان تحریک طالبان ډلې د دغه هیواد چارواکو ته خبرداری ورکړی دی، د دغې ډلې وسله وال نیت لري د افغانستان په خوست او کنړ ولایتونو کښې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د بیګناه افغان ملکي وګړو د وژل کیدو غچ واخلي.
د دغې ډلې ویاندوي وویل: پاکستان په کنړ، خوست، باجوړ او وزیرستان کښې د خپلې ماتې او سپکاوي د پټولو لپاره هوايي حملې وکړې او د ښځو او ماشومانو په شمول یې سلګونه بیګناه خلک وژلي دي. داشان تحریکِ طالبان پاکستان یا ټي ټي پي پخپلې یوې خبرپاڼې کې ویلي دي چې د دغو بریدونو بدل به اخلي او د پاکستان له خلکو یې غوښتي دي چې د دغه هیواد د پوځ او د داعش ډلې په وړاندې اودریږي.
د پاکستان پوځ چې د مخالفو وسله والو د حملو له دوامه پوزې ته راغلی دی، په دې وروستیو میاشتو کښې یې له افغانستان سره د خپلې پولې په اوږدو کښې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی دی. پاکستان په افغانستان کښې د طالبانو له لنډمهاله حکومته غوښتي دي چې د پاکستانيو طالبانو مشران دې هیواد ته وروسپاري، خو طالبانو په افغانستان کښې د ورانکارو عناصرو شتون رد کړی دی.
https://parstoday.com/ps/news/pakistan-i114968