IQNA

انډونېشيا کښې د صهيونېسټ رژيم په خلاف احتجاجي مظاهرې

19:26 - April 22, 2022
د خبر لمبر: 3485722
تهران (ایکنا) -د انډونېشيا په زرګونو خلقو له بېت المقدس څخه په ملاتړ او په مسجدالاقصی د صهيونېسټانو د تيري په غندلو کښې په جکارته کښې د امريکې د سفارت وړاندې احتجاجي مظاهرې وکړې.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې په زرګونو انډونېشيائي خلقو نن په جکارته کښې د امريکې د سفارت په وړاندې په راغونډېدو او د مظاهرو په جوړولو سره د فلسطيني ملت په خلاف د صهيونېسټانو د جنايتونو د اودرولو غوښتنه وکړه.

مظاهره کؤنکو د فلسطيني ملت په خلاف د صهيونېسټي رژيم د جنايتونو په وړاندې د نړيوالو ټولنو په خاموشۍ نيوکه وکړه.

بيت المقدس او د مسجدالاقصی انګڼونه د اپرېل د پينځلسمې د جمعې له ورځې په تېرو يو کال کښې د صهيونېسټو فوځيانو او فلسطيني نمونځګزارو ترمېنځ  د ډېرو سختو نښتو کتونکي دي. په دغو نښتو کښې تر اوسه  په سلګونو فلسطينيان ژوبل شوي او يا نيول شوي دي.

https://parstoday.com/ps/news/world-i115084

captcha