ایران څخه د طالبانو ستاینې په داسي حال کې دي چي د ایران د اسلامي جمهوریت مرستې په کابل او نورو ولایتونو کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو د شهیدانو او مجروحینو په کورنیو باندې ووېشل شوې.
په وروستیو څلورو لسیزو کې د ایران اسلامي جمهوریت په هره اړخیزه توګه هم د بهرني او هم د داخلي دښمنانو په وړاندې له افغان ولس څخه ملاتړ کړی دی، اوس هم د ایران اسلامي جمهوریت له څو میلیون افغان کډوالو څخه په میلمه پالنې سره، وښوده چي د سختو نړیوالو بندیزونو سره سره، بیا هم د افغانستان له ولس څخه ملاتړ ته دوام ورکړی دی. د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت ایت ا... خامنه ای د وېناو له مخې، اسلامي جمهوریت د افغانستان د ولس ملاتړ کوي ځکه چی حکومتونه په یو بل پسې ځي او راځي لیکن د افغانستان ولس تل پاتي دي. په دې اساس، د ایران اسلامي جمهوریت هم افغان کډوالو ته ټول اړین امکانات له روغتیایي چارو نیولې بیا تر روزنیز او کسب کارونو پوري ضروري امکانات برابر کړي دی، او په افغانستان کې هم په خپلو نقدي او غیر نقدي مرستو سره، هڅه کړې چي د افغانستان د خلګو ستونزې هوارې کړي.
د افغانستان د سره میاشتې د کمیټې یو شناند غلام حبیب حسام په دې اړه وایي: د افغانستان له خلګو سره د ایران بشر دوستانه اقدامات او مرستې د ستاینې وړ دي، او د ټولو اسلامي هیوادونو د سره میاشتې له کمیټې غواړم چي د افغانستان د خلګو د ستونزو په هوارولو کې خپلي مرستي جاري وساتي.
افغانستان نه یوازې د ایران ګاونډی دی بلکې د هغه د تمدني حوزې یوه نه بېلېدونکې برخه ده، په دې خاطر د افغانستان د خلګو دښمنان په تېره بیا د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د افغانستان او ایران د ولسونو تر مینځ د نقاق د رامینځ ته کولو لپاره زیاتې هڅې وکړې چي د افغانستان د خلګو په هوښیارتوب او بصیرت سره یادي دسیسې شنډ شوي دي. بې له شکه د افغانستان د خلګو دښمنان په دغه هیواد کې د سولي او د ثبات د راتلو غوښتونکي نه دي او ناامنیو او بې ثباتي ته په لمن وهلو سره خپلي شومي موخي تعقیبوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کیمشنر فیلیپو ګرندي چي تر اوسه څو ځلي ایران ته سفر کړی په دې باور دی چي د سختو بندیزونو سره سره، چي په ایران باندې لګېدلی دی، دغه هیواد لاهم د کډوالو څخه ملاتړ کوي، مونږ تل افغانانو سره د ایران د مرستو قدرونه کوو.
په هر صورت کې، د ایران اسلامي جمهوریت تر اوسه له افغانانو څخه هیڅ ډول مرستې نه دي سپمولي، او تل یې د یو اصولي استراتیجۍ په توګه یې ملاتړ ورڅخه کړې ده چي د رهبری د معظم مقام له لوري تاکید په شوی دی، هغه څه چي د افغانستان خلګو ته اندېښنه رامینځ ته کړې ده د مرستو د وېشلو څرنګوالې ده، هغوی تمه لري چي مسئولي ادارې د ایران مرستې په عادلانه توګه په بې وزلو کسانو باندې وویشي تر څو هغه ځورېدلي پرګنیو سره مرسته وشي او د هغوي د کړاونو او ستونزو یوه وړه برخه هواره شي.