ایکناخبری آژانس دسپوټنیک عربی له قوله راپور راکړ ، د هندوستان پولیسو په ډیلي کې دحقایقو د ایشواکونکي یوه خبری سایټ یو بنسټګر د څو اونۍ مخکې د اسلام دګران پیغمبر(ص) په ضد نریندرا مودي په مشرۍ د هند د واکمن ګوند (بی جې پی) دوئيندوي نوپور شارمر دسپکو څرګندونو په باب له ایشواکونو وروسته ونیوّۀ . د ( AltNews ) ویب پاڼې بنسټګر محمد الزبیر هغه څرګندونې چې دمئ میاشت په وروستیو کې ئې په یوې خبری چینل کې په مناظرې کې مطرح کړې وې ، پخپل توټيپر پاڼې کې ایشواکړې . کله چې د واکمن بي جې پي ګوند د ویندوي نوپور شرماڅرګندونې خپرې شوې،نو دمسلمانانو اعتراضونه هم راپورته شول او دغه پيښه له مسلمانو هیوادونو سره په یوه ډيپلوماټيک بحران بدله شوه چې دغه څرګندونې ئې محکومې کړې . د جون په پنځمه نیټه د شرما په لیریکیدا او طوفان زیاتیدا سره ، دنریندرامودي حکومت له دغو خبرو واټن واخست. شرما د هغه کرغیړنو څرګندونو په دلیل تورن شو . له هغه وخته هغه له عمومي نظره پټ شو ، البته دهغه د پټيدا ځاي ناپيژندل شوی دی . محمد الزبیر د مذهبی هماهنګۍ له ساتنې سره داړونده قانون د دوو مادو په اساس په یوه شکایت ونیول شو چې په هغه شکایت کې ادعا شوې ده،هغه په یوه ټولنیز پیغام کې په ۲۰۱۸کال کې د هندوانو سپکاوی کړی دی . تیره میاشت د بشری حقوقو لسو ادارو او تنظمیونو د مطبوعاتو د آزادۍ په نړیوالې ورخې وئیلي دي،چې هندي چارواکو خبریالان او نیوکه کونکي د حکومت په سیاستونو او اقداماتو باندې د دوي د نیوکو په دلیل تر دباؤ لاندې راوستي دي چې ډیره د افسوس خبره ده . https://iqna.ir/fa/news/4067336