ایکنا- (تهران )د طالبانو د حکوم ریس الاوزرا محمد حسن اخوند وائي، هغه خلک چې ددغه نظام او هیواد په ضد دسیسې جوړوي او له هیواده تښتیدلي دي ،باید پخپلو دسیسو کې بریالیتوب ته پرې نه ږدو .

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ، دطالبانو د موقته حکومت ریس الوزرا مولوی محمد حسن اخوند د افغانستان د عالمانو اوسپین روبو درې ورځې غونډې په پرانستونکو دستورو کې پخپلې وینا کې ووئيل ، ستاسو بچیانو په تیرو کابو شلو کلونو کې په افغانستان کې داسې قربانیانې ورکړي ، چې په نړۍ کې هیڅ ساری نه لري ، اوس په دغه جنګ ځپلي هیواد کې د ولس غوښتونکی اسلامی نظام راغلی دی، باید درست لاس په لاس کې ورکړو څو دغه نظام پیاوړی او قدرتمند کړو او هغه خلک چې ددغه نظام او هیواد په ضد دسیسې جوړوي او له هیواده تښتیدلي دي ،باید پخپلو دسیسو کې بریالیتوب ته پرې نه ږدو .
په دې اړ ه د پارس ټو ډې دخبریال رالیږلی مفصل راپور په ګډه سره آورو
https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i117914