IQNA

په جیبوټي کې د قرآن د ۲۲حافظانو دفارغ التحصیلۍ دستورې ترسره شوې

7:52 - August 03, 2022
د خبر لمبر: 3486061
ایکنا-(تهران) په جیبوټي هیواد کې د کویت د  ؛الرَّحمة العالمیه؛ نومې دټولنې په همت سره  دقرآن کریم د  ۲۲حافظانو د فارغ التحصیلۍ جشن ولمانځل شو.

ایکناخبری اژانس د الانباء لهقوله راپور راکړ،دغه دستورې په جیبوټي کې د کویت د سفارت د یوه ډيپلوماټ احمد العسکري او ځاي مسئولانو، یوشمیر عالمانو او دقرآن دحافظانو په شتون سره ترسره شوې  او په دغو دستورو کې په جیبوټي هیواد کې د کویت د الرحمة العالمیه  نومې  انجمن د قرآنی مرکزونو ۲۲ حافظان فارغ التحصیل شول او په دې اړه  ولولناک جشن ولمانځل شو.

د الَرحمةالعالمیه ټولنې  دافریقائي څانګې مشر غانم عبدالله شاهین  په دې باب ووئيل؛په جیبوټي کې له دغې ټولنې سره  اړونده مرکزونه ،له قرآنی علومو اوقرآڼ سره د آشنا یوه نسل د روزنې او دخداي  د کتاب له تعلیماتو څخه راپورته شوي  داسلامی اخلاقو او ادابو  دسسټماټيک کولو  او همداراز  په دوي کې  داسلامی عقیدې د بیانولو لپاره ډیره هڅه کوي .

 هغه زیاته کړې، دغه ټولنه یا انجمن  همداراز په تربیّتي بحثونو کې د اهل قرآن  د ژوند لیک  په اهتمام سره،له قرآن سره د  ګروهمنو د ساعت تیري له وختونو  سمه استفاده  او د دوي د توانمنیو او مهارتونو پياوړتیا په ایجنډا کې شامله ده .

په جیبوټي کې د کویت دسفارت یوه ډيپلوماټ  احمد العسکري هم په دغه افریقائي هیواد کې د قرآن د حفظ، روزنیزو، روغتیائي  او اجتماعي فعالیتونو پشمول د انجمن  الرحمة العالمیه  مختلفو فعالیتونو ته په اشارې سره  ووئيل ، مونږ  د کویت په سفارت کې  په دغو فعالیتونو ویاړو .

  https://iqna.ir/fa/news/4075404/جشن-

captcha