IQNA

د ترکیې په ازمیر کې داهل بیت(ع)جومات د شیعیانود فعالیتونو مرکز(انځورونه)

19:27 - August 22, 2022
د خبر لمبر: 3486127
ایکنا-(تهران)د ترکیې د دریم ستر ښارد ازمیر بایراکلي اهل بیت علیهم السلام جومات ددغه ښار د اهل تشیّع د ذهبي فعالیتونو لپاره په یوه مرکز بدل شوی دی.

ایکناخبری آژانس له ترکیې راپور راکړازمیر چې د ترکیې یو ټوریسټي  او صنعتي ښار دی او له استانبول او انقرې وروسته د ترکیې دریم ستر ښار شمیرل کیږي،دترکیې دزیاتره شیعیانو کوربه ښار دی.دغه ښار یو ممتاز او غوره موقعیّت لري او یوه تجارتي،ټوریسټي او صنعتي او بندري ښار په توګه چې د آناتولي په لویدیځي منتهی الیه  کې،د اژه سیمندر په ساحل کې واقع دی او  له آتن څخه وروسته د اژه سمندر په حوزې کې ددوهم ستر ښار حسابیږي.

د ازمیر ښار اهل تشیّع زیاتهر د ایران دپولې په شاوخوا کې  د قارص او ایغدیر ښارونو د شیعه میشته ښارونو څخه د  شیعیانو او داهل بیت علیهم السلام د مینه والو مهاجران دي چې دغه ښار ته ئې هجرت کړی دی. ددغه ښار اهل تشیّع له خپل مخصوص جومات پرته تر کلونو پورې په کورونو کې او  نورو مرکزونو کې خپلې عبادي  او مذهبی دستورې ترسره کړي دي.

بلاخره په ۱۹۷۴ کال کې د ازمیر د بایراکلی  اهل بیت علیهم السلام جومات  دترکیې په لویدیځ کې د شیعیانو د لومړني جومات په توګه جوړ شو. له دې تر مخکې پورې د موجوده فضا په دلیل،د شیعیانو د مذهبی دستورو په تیره بیا د محرم الحرام د مایشتې د دستورو دترسره کیدا امکان  نه ؤ.په عین حال کې  له ډيرو زیاتو سختیو او کړاؤنو له زغملو وروسته ددغه ستر ښار اهل تشیّع  د ازمیر د بایراکلی  د اهل  بیت(ع) دجومات په جوړیدا سره  وتوانیدل خپل مذهبي مراسم او دستورې ترسره کړي.

دمګړۍ دغه جومات د  اهل تشیّع د مذهبی،اجتماعي او سیاسی فعالیتونو په یوه  مرکز بدل شوی دی او دلته  دمحرم او صفر میاشتې  دعزادارۍ په څير دستورو پشمول د میرمن د ورځې  او نړیوالو کنفرانسونو،د قدس د ورځې اودنړۍ  دمستضعفینو څخه د ملاتړ او همداراز د نورو کلتوري فعالیتونو په څير اجتماعي پروګرامونه ترسره کیږي.

مسجد اهل‌البیت بایراکلی ازمیر کانون فعالیت شیعیان +عکس

مسجد اهل‌البیت بایراکلی ازمیر کانون فعالیت شیعیان +عکس

مسجد اهل‌البیت بایراکلی ازمیر کانون فعالیت شیعیان +عکس

مسجد اهل‌البیت بایراکلی ازمیر کانون فعالیت شیعیان +عکس

مسجد اهل‌البیت بایراکلی ازمیر کانون فعالیت شیعیان +عکس

مسجد اهل‌البیت بایراکلی ازمیر کانون فعالیت شیعیان +عکس

https://iqna.ir/fa/news/4079954/%D

captcha