IQNA

په عراق کې دقرآن د خوشخطۍلومړنۍ سیالی ترسره کیږی

17:00 - August 25, 2022
د خبر لمبر: 3486140
ایکنا-(تهران)د کربلا دعباسی مقدس آستان دقرآن کریم دعلمی ټولنې سره  اړونده د قرآن چاپ مرکز د ؛ثقلین جایزې ؛ په عنوان سره  دقرآن کریم د خوشخطۍد لومړنۍ سیالۍ د ترسره کولو  خبر ورکړ.

ایکناخبري آژانس د الکفیل له قوله راپور راکړ دغه سیالي دنسخ په خط سره د ټول قران د کتابت لپاره ترسره کیږي او په پاي کې به دعراقي خوشنویسانو څخه لس کسان  پکې د ګډون لپاره وټاکل شي او هریوه به دقرآن درې سپارې په خوشخطئ سره لیکي .

 د ال عمران سورې د دوو ایتونو لیکل ، وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ» و آیه ۸ سوره تحریم: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ يَوْمَ لَا يُخْزِي اللَّهُ النَّبِيَّ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ ۖ نُورُهُمْ يَسْعَىٰ بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَبِأَيْمَانِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ»  په هغه قلم سره چې  له دوو ملی میټرو زیات  نه وي ،او په دیرش او څلویښټ ملی میټري  پاڼې کې  په تور جوهر سره او په نسخ خط سره  لیکل په دغې سیالۍ کې د ګډون شرائط دي او  په دې کې د ګډون مهلت  هم د صفرې لسمه نیټه اعلان شوې ده .

 دغه دوه خوشخط لیکل شوي  آیتونه  باید  د ګډون کونکي د ټیلیفون شمیرې اوسی وي  سره د کربلا د باب الخان سیمې  په امام صادق مجمع کې  دعباسي آستان دقران علمی ټولګې ته  ولیږدول شي.  

خوشخط لیکل شوي آیتونه چې په دغې سیالۍ کې ومنل او یا هم رد شي ، نو خاوندانو ته به بیرته وګرځول شي او لومړي ګټونکي ته به پنځه میلیون عراقي دینار ډالۍ شي.

نور ګډون کونکي هم  چې په پاي کې د قرآن کریم دخوشخطۍ لپاره ټاکل کیږی.، درې میلیون او پنځه سوه عراقي دینار ډالۍ ترلاسه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4080561/برگ

captcha