ایکناخبری آ ژانس راپور راکړد تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت الله سید احمد خاتمي د خطبو په دوام کې ووئيل،د ایران ایټمی مرکچي ټيم به چې د امین ، شجاع او میړني ولس له جنسه دی ،دامریکادظالمانه بندیزونو دلغوه کولو لپاره دښمن ته یوه ذره کلنګ هم ورنکړي.د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت الله سید احمد خاتمي دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء او د بندیزونو د ختمولو دخبرواترو موضوع ته په اشارې سره زیاته کړې ده، اسلامی ایران له خبرواترو سره هیڅ مشکل نه لري،البته دایران له اسلامی جمهوری نظام سره د امریکا او د هغې د متحدانو مشکل ایټمي موضوع نه،بلکې دوي د یوه موټي او دسیمې د تر ټولو ستر علمی قدرت لرونکي ایران مخالف دي.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت ا لله سید احمد خاتمي ددې خبرې په کولو سره چې ځيني په ناحقه غواړي د ایران ملت ستړی وبریښوی روښانه کړه،الحمدالله دایران عاشورای ملت د خپل اسلامی انقلاب تر شاه محکم او کلک ولاړ دی.
آیت الله احمد خاتمي همدارازپه ایران کې د حکومت د اونۍ پيلیدا ته په اشارې سره ووئيل ، دیرالسم حکومت له ولس سره په ارتباط کې دی او پر ژمنو عمل کول ددغه حکومت یو ه اصلي ځانګړنه ده.
د ایران داسلامی جمهوریت د وخت ولسمشر محمد علی رجائي او لومړی وزیر محمد جواد باهنر په ۱۹۸۱کال کې د صدراعظمۍ په دفتر کې د منافقینو د ترهه ګرې ډلګۍ د وحشي جنایتکارو په ترهه ګرې چاودنې کې شهیدان شول. ددغو شهیدانو د درنښت او خاطرې او یاد لپاره د هر کال د اګست له ۲۳نیټې تر ۲۹نیټې پورې دحکومت د اونۍ په توګه نومول شوي او په پرتم سره په درست ایران کې لمانځل کیږي.