IQNA

پرَدیو او نورو ته د سترګو غړول هیواد په ټپه دروي

16:35 - August 29, 2022
د خبر لمبر: 3486153
ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسی په خبري کنفرانس کې نن ووئیل،د مشکلاتو د حل لپاره د مونږ نظر، بهرنیو او پرَدیو ته کتل نه دي،بلکې د پرَدیو لاسونو ته کتل دمونږ هیواد په ټپه دروي.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،ړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي نن په تهران کې په خبری کنفرانس کې په سیمې کې د ایران د اسلامی جمهوریت امنیت جوړونکي رول ته په اشارې سره ووئيل،په یووخت په سیمې کې د ایران دامنیتی رول په لوبولو سره،باید په تجارتي اواقتصادي حوزې کې  کې د ایران رول زیات شي.

ابراهیم ریئسي دایران او چین ترمینځ د پنځه ویشت کلن  پروګرام  اجرا ته په اشارې سره روښانه کړه.پر نړیوال چاپيریال  له اغیزو ورتیر،له چین سره د ایران ارتباط به هماغه شان  مخ په وده شي.

 دایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر همداراز په شانګهائي او اکو موسیسو کې د ایران غړیتوب ، نړیوالو ملګرتیاؤ په تیره بیا له ګاونډیانو سره ښه تعلقات ، د ایران د بهرني سیاست لومړیتوب وبالۀ او وې وئيل، مونږ  له درستو هیوادونو سره په ارتباط کې په انډول پسې یوو او دغه تعادل او انډول  تل دمونږ په بهرني سیاست کې په تیره بیا د ګاونډیو  او دوستو هیوادونو په نسبت  ښه ارتباط زمونږ په ایجنډا کې دی.

  ډاکټر ریئسي  په دې زمینې کې د اسلامی ایران د ایټمی پروګرام  او د ایران دغبرګون په باب د صهیونیسټي رژيم ځینو زیات غوښتو په باب  ووئيل؛ ایټمی صنعت او توانمني  دایرا ن د اسلامی جمهوریت   اوملت مسلم حق دی او په کرتو مو وئيلي دي ، ایټمی وسلې د ایران د اسلامی جمهوریت  په نظرئې کې هیڅ ځاي نه لري .

  هغه په دوام کې ووئيل،د ایران ایټمی صنعت په کرهڼيزو،چارو تیلی او ګیسو  اوطبی  حوزو کې او د غه راز په نورو ډيرو صنائعو کې یو ضرورت  او داستفادې وړ دی، صهیونیسټ رژيم له هماغه پیله هم  نه غوښتل  ایران دغه پوهه ترلاسه کړي،خو اوس د دوي او دمستکبرانو د ارادې په اپوټه  دغه پوهه اوعلم ځاي شوی ا و  له ایرانه ئې هیڅوک نشي اخستلی.

  دایران اسلامی جمهوریت ولسمشر د تل ابیب دګواښونو په ځواب کې ووئيل آیا صهیونیسټي رژيم د مقاومتي ځواک،دهغوي د ګاڼو او ګائيډیډ توغندیو حریف شوی.؟ آیا له دغو ګواښونوسره ښائي؟دوي خپل امنیت تامینولی شي.؟ اوس درست شاهدان دي چې په ستر بند کې  له  شپې سبا کولو سره سره  د غزې   خلک،له ځانه دفاع کوي،آیا دهغوي په وړاندې دغه تیریګر مقاومت کولی شي؟نو د ایران له میړنیو او شجاع مبارزانو سره خو لا لیرې خبره ده .

 داسلامی ایران ولسمشر  صهیونیسټي چارواکو ته په خطاب کې روښانه کړه،د فیصلې او اقدام تر مینځ واټن ووینئ اوکه  دا یران به ضد د اقدام فیصله وکړي ، نو ممکنه ده داقدام لپاره هیڅ مهلت ونه لرل شي  او د ایران داقدام او فیصلې  ترمینځ واټن ښئ چې  له دغه رژيمه  څه پاتیکیږي او که نه.؟

https://iqna.ir/fa/news/4081595/نگاه-

captcha