ایکنا-(تهران)دعراق په نجف اشرف کې دحضرت امام علی علیه السلام سپیڅلی حرم،په اوسنیو شپو ورځو کې د هغو ډيرو زیاتو زیارتوالو کوربه دی چې دحسینی اربعین په درشل کې پاتې شپې ورځې په نجف اشرف کې تیرې کړي څو کربلا ته په لاریون کې له تلو مخکې د امامت او ولایت د لومړي امام منور او سپيڅلي بارګاه زیارت وکړي.