ایکناخبری آژانس د اسلامی ملګرتیاموسیسې د اطلاع رسونې ددفتر له قوله رابور راکړ، ددغې موسیسې په غړو هیوادونو کې ددرملو په چارو د څارنې دملي اورګانونو په دوهمې غونډې کې،په مناسب کیفیّت سره او د دفاعي توان لروکو واکسنو او درملو ته د رسیدا د آسانتیاؤ په موخې سره په دغو هیوادونو کې داړونده اورګانونو او دادرو ترمینځ دملګرتیا د پیاوړتیا پروګرام تصویب شو. دغه پلان به له روان کال څځه تر دوو راتلونکو کلونو پورې اجرا شي.
دغه دوهمه غونډه د ترکیې په استانبول کې د وږي یاسنبلې دمیاشتې په پنځلسمه پاي ته رسییدلې ده.
د درملیزو ملګرتیاؤ دزیاتولو لپاره تصویب شوی پلان،اته اصلي موخې تعقیبوي چې په دغومهموموخو کې له یوه بل سره د غړوهیوادونو ددرملیزو چینلونو دپیوند او دسیمه ایزو غږمتلیاؤ رامینځةکیدا او پیاوړتیا،د انساني سرچینو د وړتیاؤ د پراختیا په خاطر په غړو هیوادونو کې ددرملو په حوزې کې دمسئولو اورګانونو د چینل جوړونې اودملګرتیاؤ پیاوړتیا شامله ده .
په دغې ناستې کې همدرااز د استانبول اعلامیه هم تصویب شوه او په دې کې د کرونائي بحران له امله د چیلنجونو او مشکلاتو د پيژندګلوۍ پر ضرورت هم ټینګار شوی دی.
همداراز په دغې اعلامیې کې راغلي دي چې د درملو دتولید او دروغتیائي امکاناتو په زمینې کې په اسلامی هیوادونو کې په شته ؤ نابرابریو خبر دي ځکه چې ځيني هیوادونه د درملو دتولید لپاره کافی توانمنۍ نه لري.په عین حال کې د اعلامیې په دوام کې د واکسنو دڅيړنیزو مطالعاتو په باب چې په غړو هیوادونو کې ترسره شوي دي ،په هیله منونکو پرمختګونو قدرونه اوستاینه هم شوې ده.
په دغې ناستې کې د روغتیانړیوالې ادارې آو د اسلامی پراختیائي بانک استازو هم ګډون درلود.