IQNA

د قرآن کریم د غوره قاریانو دلوړتیا اومه غونډه ترسره شوه (انځورونه)

17:48 - September 08, 2022
د خبر لمبر: 3486197
ایکنا-(تهران)دقرآن کریم دغوره قاریانود لوړتیاد څوارلسمې  دورې اوه مه غونډه،د درست ایران د غوره  قاریانو او نورو یو شمیر قاریانو او  حافظانو په شتون سره ترسره شوه .

ایکناخبری آژآنس راپور راکړ،د ایران داسلامی جمهوریت د قرآن کریم دغوره قاریانو د استعدادونو دولوړتیا  دڅوارلسمې دورې اومه ناسته ،بیګا له شپږو تر اتو بجو پورې،د درست هیواد دغوره  قاریانو او پر خط او انځورونو د کارکونکو په  ګډون سره د کوثر غونډو په هال کې ترسره شوه.

ددغې غونډې په لومړنۍ برخې کې چې د ټول قرآن کریم او د قرآن د عالی شورا دښونې او ارزونې دبرخې دمدیر حافظ علی صالحي متین په مشرۍسره ترسره شوه،د قرآن کریم دچارو د نړیوال قاضي حمید رضا مستفید په وسیله او د قاریانو په ګډون سره د وقف اصول،شروع او د آیتونو  مفاهیم بحث ته وړاندې شول .

په دوام کې ،د قرآن کریم  نړیوال قاري او استاد احمد  ابولقاسمي کرکتنه  او تحلیل وکړ او دغه راز ځینو نورو قاریانو هم تلاؤت وړاندې کړ.

په دغې غونډې کې د یوسف جعفرزاده تلاؤت د لازم نصاب په ترلاسه کولو سره د منتخب تلاؤت په توګه معرفي شو.

په ۱۴۰۱لمریزکال کې د غوره قاریانو د وړتیاؤ دلوړتیا څوارلسمه دوره،یه یوې اونۍ وروسته په چارشنبې ورځې،د قرآن دعالی شورا او د خیریه چارو او اوقافو د ادارې د قرآني چارو دمرکز په ګډون سره ترسره کیږي.

په دې اړه یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4084133/هفتمین-

captcha