IQNA

قرآنی سورې/35

په فاطر سورې کې دبې ضرره تجارتونو معرفی کیدا

15:41 - October 16, 2022
د خبر لمبر: 3486325
ایکنا-(تهران) انساندخپل ژوند په اوږدو کې له آرامښت او هوساینې ډک ژوند ته د رسیدا او د ښو عایداتو او فعالیتونو ته اړتیالري .قرآن کریم انسان داسې تجارت کونې ته بولی چې  پکې تاوان نه وي او انسان ابدی آرامښت ته رسوي.

د قرآن کریم د پنځه دیرشمې سورې نامه ؛فاطر؛ ده.دغه سوره۴۵ آیتونه لري او د قرآن کریم په ۲۲سپارې کې واقع شوې ده . فاطر سوره یوه مکي سوره ده چې د نزول په ترتیب کې درې څلویښتمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده.

دغه سوره له دې امله ؛فاطر نومول شوې ده چې دغه ټکی ددغې سورې په لومړي آیت کې راغلی دی . ؛فاطر؛ دآسمان او مځکې دخالق په معنا دی. همداراز فاطر له کومې مخینې  او مثال پرته د  خلفت او پنځون په معنا دی. ځينو هم فاطر د یوه نوښت ،یاایجاد اواختراع په معنا ترجمه کړی دی.

فاطر سوره،خلک له شیطاني وسوسو، فتنو،دنیائي ظواهرو له دوکو غړوي او خلک  فقیر او خداي هم بې نیازه ګڼي. دغه سوره ددې لپاره چې  انسان خداوندمتعال وپيژندي او ورحخه ستاینه وکړي،ځیني الهي نعمتونه  بیانوي،د باران دنعمت، د یوې ښې ښځې او خاوند د نعمت او  د یوه بل تر څنګ د تریؤ او خوږ سمندرد واقع کیدا او له دغو سمندرونو څخه د خلکو د استفادې لپاره دنعمت په څير.

دغه سوره  د معاد د موضوع او دقیامت د ځينو ځانګړنو،د کافرانو دپښمانه کیدا او  دتیر وخت دجبرانولو لپاره دنیا ته د دوي دبیرته ستنیدا  هیلې کولو ته  اشاره کوي . همدارازددې سورې په ځينو آیتونو کې د مشرکانو ،دروغجنو خدایانو او د هغو دبې وسۍ په باب خبرې  هم شوی دي او دقرآن تلاؤت ، دلمانځه قایمول او پټ او ښکاره انفاق کول، بې ضرره تجارت  په څير  اقدامات او کارونه معرفي شوي دي.

ددغې سورې د آیتونو ځيني مهمې برخې د هستۍ په عالم کې دخداوندمتعال دعظمت  دنښو نښآنو او دتوحید ددلیلونو په باب  خبرې شوي دي.

د معاد او په آخرت کې د اعمالو د نتیجو،په دغې دنیا کې د پراخ الهي رحمت  او دمستکبرانو په باب دهغه  نه ماتیدونکی سنت په باب خبرې شوي دي .

ددغې سورئې د آيتونو په ځينو برخو کې  هم دنبیانو رهبرۍ او له لجوج او سرزورودښمنانو سره د دوی د  دومدارط مبارزې او په دې زمینې کې د اسلام دګران پیغمبر(ص)د همدردۍ موضوع ته هم اشاره  شوې ده.

تړلې خبرونه
captcha