IQNA

پاپ فرانسیس؛ سوله د نړۍ د پرمختګ یوازینۍ لاره ده

14:58 - September 16, 2022
د خبر لمبر: 3486226
ایکنا-(تهران)د نړۍ د کاتولیکانو رهبر دروسیې او اوکراین په جنګ په نیوکو سره ووئيل،خداوند دجتګ ملاتړی نه دی او سوله،د نړۍ دهیوادونو  د پرمختګ یوازینۍ لاره ده .

ایکناخبری  آژانس د روئيټرز له قوله راپور راکړ،پاپ فرانسیس د روسیې د ارتدوکسانوپه ستر پادري کریّل باندې په تلویحي نیوکو سره چې په اوکراین باندې دحملې ملاتړ ئې کړی او د دینونو درهبرانو وکنفرانس ئې هم بایکاټ کړیدی ،ووئيل؛خداوند دینونه دجنګ په لور نه هدایتوي.

پاپ فرانسیس دغه څرګندونې  په قزاقستان کې دخپل شتون په دوهمه ورځ د نړیوالو او دودیزو دینونو د رهبرانو په وام کانګرس کې بیان کړې.

 دغه کانګرس هغه ناسته ده چې مسیحیان،مسلمانان،یهودیان،بودایان،هندوان او نور دینونه سره غونډوي . سره له دې چې د روسیې ارتودکسانو  لیسا یو پلاوی ددغې ناستې لپاره لیږلی ،خو پخپله کریّل  په دغې نړیوالې غونډې کې  ګډون نه دی کړی.

پاپ ووئيل؛ خداي د سولې خداي دی.هغه د مونږ د جنګ په لار کې نه ،بلکې تل د سولې  په لاره کې لارښونه کوي.نو راشئ، ځانونه لازیات د شخړو او ترینګلتیاؤ دحل پر لازموالی باندې لازیات ټينګار وکړو،نه د روز ،وسلې  او ګواښ په بې ارزښته آوزارونو باندې ،بلکې  یوازې  دهغې وسیلې له لارې چې دانسان لپاره غوره ده ،یعني خبرواترو تهژمن شو.

پاپ فرانسیس د روسیې د ارتدوکس کلیسا ستر پادري ته په تلویحي اشارې سره ووئيل،یو مقدس کس هیڅکله هم دقدرت تکیه ګاه نشي کیدلی.

د قزاقستان د نړیوالو اودودیزو دینونو دمشرانو اوم کانګرس، د وږې یا سنبلې دمیاشتې په دوویشتمه د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر پاپ فرانسیس،د مصر دالازهر مفتی شیخ احمد الطیب، دترکیې ددیاغنت  ادارې د مشر علی ارباش، د قفقاز د مسلمانانو دادارې دمشر شکور پاشازاده،د ایران داسلامی فرهنګ او ارتباطاتو دادارې مشر  حجةالاسلام محمد مهدي ایماني پور او د مختلفو دینونو او مذهبونو د استازو په شتون سره پیل شوي  او د وږې دمیاشتې تر ۲۴پورې ئې دوام درلود.

https://iqna.ir/fa/news/4085510/%D9%B

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
captcha