IQNA

ایران له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره حد او حدود نه پيژني

16:14 - September 16, 2022
د خبر لمبر: 3486228
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر سره په کتنې کې د تهران او اسلام آباد د اړیکو په مهم بللو سره وویل: ایران له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره هیڅ وحدودیّت نه لري.

ایکناخبری آژآنس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی چمهوریت ولسمشرسید ابراهیم رئیسي پرون ناوخته د ازبکستان په سمرقند کښې د شنګهايي د ملګرتیا موسیسې د غړو هیوادونو د ۲۲ سرمشریزې ترڅنګ د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره وکتل او د تهران او اسلام آباد اړیکې یې مهمې وبللې.

د اسلامي ایران ولسمشر هم داشان په پاکستان کښې د وروستیو سیلابونو په وجه یوځل بیا تسلیت ویلی او د سیلاب   او سختو ورښتونو له امله یې د وفات شویو کسانو د کورنیو لپآره د روغتیا او صبر غوښتنه وکړه.

په دغه ملاقات کښې د پاکستان لومړي وزیر هم په دې خبرې سره چې په هیواد کښې یې د وروستي سیلاب پيښه د نړۍ د آب و هوا د بدلون له امله رامینځته شوې، د ګلخانه ایزو ګیسو د خپریدو له اصلي عاملانو سره د مقابلې لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستۍ او ملګرتیا غوښتنه وکړه.

د ایران ولسمشر او د پاکستان لومړي وزیر هم داشان د انرجۍ په برخه کښې د ملګرتیا هرکلی وکړ او په دې برخه کښې د خنډونو د ختمولو لپاره یې د ضروري تعقیبونو په ترسره کوو ټینګار وکړ.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i121102

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
captcha