ایکناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د خارجه وزارت د کنوسولی برخې مشر علیرضا محمودي پرون په ویانا کښې د مهاجرتي سیاستونو د پراختیا د نړیوال مرکز له مشر مایکل شپینډلګر سره په کتنه کښې، هغو لګښتونو ته په اشارې سره چې ایران په تیرو څلورو لسیزو کښې د څه باندې ۵ میلیونه افغان ښاریزو لپاره زغملي دي او د ایران په اقتصاد یې اغیزه کړې ده، د افغانستاني کډوالو په چارو باندې په تیره بیا د روغتیايي او روزنیزو اړتیاؤ په برخه کښې پرې د غور لپاره د هیواد د چارواکو په ټینګار باندې تاکید وکړ.
په دغه کتنه کښې د کډولۍ د سیاستونو د پراختیا د نړیوال مرکز مشر هم له ایران سره د ملګرتیا د پراخولو په ضرورت باندې په ټینګار او د مهاجرت په مدیریت کښې د ایران مهم موقعیت ته په پام سره، د ګډو خبرواترو او ملګرتیاؤ د پراختیا غوښتنه وکړه.
دواړو چارواکو هم داشان د کډوالۍ د څواړخیزو مسائلو په هکله د خبرواترو د دوام په سر موافقه وکړه.