IQNA

د ایران اسلامی جمهوریت د مسلمانانو بیلګه هیواد دی

6:58 - October 12, 2022
د خبر لمبر: 3486318
ایکنا-(تهران) د نیجریه د اسلامی غورځنګ  رهبر شیخ ابراهیم الزکزکي  له العالم ټيلیویژنی چینل سره په خصوصي خبرو کې  په دې خبرې کولو سره چې  هیوادونو په تیره  بیا  مسلمانانو دایران له اسلامی جمهوری نظامه بیلګه اخستې ،ټينګار وکړ،  عربستان د امرککیا او بریتانیا په نیابت سره د نیجریه د شیعیانو په ضد جنایتونه  کوي. 

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د نیجریه داسلامی غورځنګ رهبر شیخ ابراهیم الزکزکي په دغو خبرو کې  په نیجریه کې د اهل تشیَع  دوضعیّت، ، ددوي په ضد دعربستان سعودي په تیره بیا  د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان شخصي رول  او دغه راز د نړۍ په تیره بیا د نیجریه له مظلومو مسلمانانو څخه د ایران دا سلامی جمهوریت  ملاتړونو ته په اشارې سره  ووئيل،  د ایران حکومت او ولس  هرڅه چې په توان کې لري،  د نیجریه او نورو هیوادونو له مسلمانانو سره مرستې کوي، او په درستې نړۍ کې  داسلامی امت دیووالي او وحدت لپاره ډيرې هلې ځلې کوي. خو د عربستان د رژيم په څير ځيني پيّلي  او تالی څټي  حکمرانان د  امریکا او انګلستان په دسیسو سره د مسلمانانو ترمینځ په درز اوتفرقې پسې دي او  نه غواړي ،اسلامی امت سره یوموټی او متحد شی ،په همدې خاطر  دنړۍ دشیعیانو او  په تیره بیا داسلامی ایران په ضد د دسیسو اجرا کونکی شوی دی. هغه ټينګار کړی، دمونږ په اند عربستان د  مسلمانانوپه تیره بیا دنیجریه دشیعیانو په ضد دجنایتونو اصلی  عامل نه دی ،بلکې  د امریکا او بریتانیا په نیابت ئې عمل کړی او د واشګټن او لندن فرمانونه ئې  اجرا کړي دي. د زاریا ښار وژلې چې  په ۲۰۱۵کال کې دنیجریه  چارواکو  داهل بیت علیهم السلام  دپيروکارو په ضد  کړي ،د واشنګټن او لندن له خوا په فرمانونو سره  وې او عربستان هم پکې ګډون درلود. د نیجریه  اسلامی غورځنګ  د هغه شکایت له لارې چې دلندن مسلمانانو دحقوقو  دټولنې له خوا   په هیک نړیوالې محکمې کې برابر شوی دی، دغه دوسیه تعقیبوي  او د انصاف غوښته کوي.  

https://parstoday.com/ps/news/world-i122184

captcha