IQNA

تکفیریت د اسلامي نړۍ لوي مشکل دی

15:10 - October 13, 2022
د خبر لمبر: 3486321
ایکنا-(تهران)د پاکستان دمذهبی چارو وزیر په  اسلامی امت کې دتکفیریّت خطرې ته په اشارې سره  روښانه کړړه ،تکفیرپه اسلامی نړۍ کې یوه ستره ستونزه ده او تکفیری فتواګانو دمسلمانانو لپاره ډير مشکلاتو راولاړ کړي دي.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د پاکستان د مذهبونو دغږملونکو اومذهبی چارو وزیر مفتی عبدالشکور سردارخان  پرون په تهران کې داسلامی وحدت  په شپږدیرشم نړیوال سمینار کې پخپلې وینا کې د اختلافاتو او نښتو دختمولو په ضرورت باندې په ټينګار سره د مسلمانانو مشترکاتو ته یعني واحد خداي،واحد کتاب،واحدې قبلې،لمونځ او حج او نورو مشترکو دینی شعایرو ته  اشاره وکړه او وې وئيل،دا ټول دمسلمانانو ترمینځ  د وحدت پر ضرورت دلالت کوي.

مفی صیب په دوام کې ووئيل، مسیحیان اویهودیان سره له دې چې دتوحیدي دینونو پيروکاروو،خو  دخپل پیغمبر له تعلیماتو لیرې شول او فرقه فرقه شول ،نو ځکه باید خپل نظرونه ،د اسلام له دین سره مطابق کړو او د دوي په اساس په وړاندې لاړ شو.

د پاکستان دمذهبی چارو وزیر په اسلامی نړۍ کې  شته ؤ ډیرو مشکلاتو ته په اشارې سره ووئیل،  په اسلامی نړۍ کې د ډيرو داسې مشکلاتو شاهدان یوو چې هغه ټول د اختلافاتو نتیجې دي ،په داسې حال کې چې ،خداوندمتعال په قرآن کریم کې د خدای په رسۍ د منګولو د ښخولو حکم ورکړی دی،نو باید په دې اساس خپل اتحاد تل پاتې کړو او که له وحدته لیرې ووسو نو تیت پرک به شو .  او هیڅ  انسجام او یوووالی به ونه لرو.

د پاکستان دغه مذهبی  شخصیّت ددې خبرې په کولوسره چې پیغمبر اکرم هم  له  اختلافاتو سره سره،دیوه بل احترام ته قایل ؤ، ووئیل، دغه اختلافات هیح:له هم د پیغمبر  اکرم د اصحابو د اتحاد خنډ نه شول.په پاکستان کې اهل تشیَع او اهل تسنن  دیوه بل ترڅنګ ژوند کوي،خو که پخپل مینځ کې نښتې او ترینګلتیاوې رامینځةشي ، نو نه یوازې د پاکستان لپاره،بلکې د اسلامی نړۍ لپاره به په ځان پسې مشکلات ولری او تفرقه او درز به د درست اسلامی امت په تاوان وي.

https://iqna.ir/fa/news/4091402/%D

captcha