IQNA

په ملایشیا کې د ایران له سفیر سره د ایران دلیږل شوي قرآني پلاوي لیده کاته کړي(ویډیوئي فلم)

14:28 - October 23, 2022
د خبر لمبر: 3486356
 ایکنا-(تهران)د ملایشیاد قرآن د نړیوالو سیالیو دوه شپيتم پړاؤته د ایران د لیږل شوي قرآني پلاوي غړو  په  کوالالامپور کې دایران په سفارت کې د ایران  له سفیر سره لیده کاته وکړل.

ایکناخبری آژانس  له کوالالامپوره راپور راکړ، دغه ناسته په ملایشیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفیر علی اصغر محمدي په بلنې سره  د جمعې په ورځې ترسره شوه.  په دغې کتنې کې په ملایشیا کې دایران سفیر  دمیلمنو په هرکلی کولو او دایراني قاری د منلو وړ تلاؤت باندې دخوښئ په ښودلو سره  هیله وکړه ، چې هغه  د سیالیو په دغه پړاړ کې بریالی شي ، لابرلاسه مقام ترلاسه کړي.

هغه په دوام کې د ایران د  اسلامی ارشاد اوکلتور دوزیر د قرآن او عترت دچارو  له مرستیال علیرضا معاف سره په خبرو کې په ملایشیا کې د اسلام د پراختیا دموسیسې(جاکیم)  او دغه راز د ملایشیا د اسلامی مشورتي شورا(ماپیم) فعالیتونو ته په اشارې سره له دغو مرکزونو سره د اسلامی کلتوری اړیکو د پیاوړتیا لپاره دسیاست جوړونې پشمول پر ځینو چورلیزونو ټینګار وکړ.

همداراز په دغې کتنې کې د ملایشیا په سیالیو کې د ایران  نماینده  راهنما حسینی  هم له ملایشیا سره د ګډو قرآني پروګرامونو د اجرا له وړاندیز سره په پخلا کیدا سره ووئيل، مونږ د قرآني ښونې د  او ښونکو ورکشاپونو په ترسره کولو کې ډير پیاوړي یوو او  دغه هیواد ته استاد او قاري لیږل د نړیوالو قرآنی فعالیتونو په چوکاټ کې تعریف کیدلی شی څو دمونږ روزنې ووینی او ورڅخه استفاده وکړي.

په ملایشیا کې د ایران سفیر  هم په دغې ناستې کې ووئيل، دملایشیا سیاسی جوړښت په دودونو مشتمل دی  او دهغو په اساس،د  مذهبونوا و توکمو ځائيګی معلومیږي او درست خلک له برابرو اقتصادي هوساینو برخمن دي.

https://iqna.ir/fa/news/4093437

captcha