ایکناخبری آژانس له کوالالامپوره راپور راکړد ملایشیا دقرآن نړیوالو سیالیو دریمه شپه دملایشیا د دینی او خیریه چارو پر یو شمیر مسئولانو سربیره ، د ایران دلیږل شوي قرآني پلاوي دشتون شاهده وه.
ددغو سیالیو ددریمې شبې پروګرام هم دملایشیا په پلازمینې او ترټولو ستر ښار کې د مخکې شپې په شان دجمعې په شپه اته نیمې بجې،په ملایشیائي ژبې کې د څو دیني سرودونو اونغمو په خپریدا سره پیل شو. په دوام کې اتو ګډون کونکو د څلورو کسانو په دوو برخو کې سټیج ته حاضر شول او دخپل وار تلاؤت ئې وړاندې کړ.
په پیل کې د الجزایر هیواد قاری عبدالعزیز ورپسې بیا هم د سریلانکا محمد رشاد او دریمه قاري هم د تایلینډ میرمن پوآن دار ا موتاسیا وه چې چې د هود سورې پنځه آیتونه ئې تلاؤت کړل او په هغه زیات عمر سره ئې چې ئې درلود،غږئې پر عمومي تلاؤت واکمن ؤ.
د دغو سیالیو د دریمې شپې په لومړنۍ برخې کې د وروستي کس په توګه دمصر محمد علاءالدین ؤ چې د انعام سورې یوسل یویشتم آیت ئې پیل کړ. دسیالانو لا زیات نظر دمصر دنماینده اجرا ته ؤ خو سره له دې چې مصر دقرآئت په نړۍ کې د لویو نامو یادونکی دی او د قرآن کریم په قرآئت او حفظ کې ځلانده مخینه لری، خو زیاتره ګډون کونکو ئې د آواز له پلوه بشپړ چمتووالی نه درلود.
ددغو څلورو کسانو له اجرا وروسته په دوام کې په ملایشیائي ژبه د رسول الله (ص) په شان کې نعتونه اومداحي خپره شوه.
د سیالیو دوهمه برخه دهالینډ د اختر نوراني په تلاؤت سره پيل شوه او په دوام کې دعراق میرمن ریم السعدي هم د انعام سورې یوسل یو پنځوسم تلاؤت وکړ. له دې وروسته د برونائي هیواد محمد بن علی تلاؤت وکړ او او ددغې شپې ترټولووروستي او اتم قاري د کینیډا نماینده محمد مزمل حسین ؤ چې د اعراف سورې ۵۴آیت ئې تلاؤت کړ.
د ایکنا رابور ښئ چې د سیالیو ددریمې شپې په تیریدا او د سیالیو مینځیو ته په رسیدا سره ، د ایران ،افغانستان، او انډونیشیا نمایندګانو ترټولو غوره او په زړه پورې تلاؤتونه وړاندې کړيدي ،خو باید منتظر ووسو څو نور ګډون کونکي په تیره بیا د ملایشیا نماینده چې د قرآنی سیالیو په ټولو پړاؤنو ې یو اصلی سیالۍ کونکی دی،خپل تلاؤت اجرا کړي.