IQNA

د اربعیّن د زیارتوالو د قرآن په کتابت کې شپاړسو ملیّتونو ګډون کړی(انځورونه)

16:28 - November 05, 2022
د خبر لمبر: 3486414
ایکنا-(تهران) په کربلا کې د عباسي مقدس آستان دقرآن کریم علمی ټولګې په کربلا کې د اربعیّن د زیارتوالو په وسیله په لاس د لیکل شوي قران په کتابت کې  د شپاړسو مختلفو ملیّتونو ښځو او سړیو زیارتوالو د ګډون وکړ.

ایکناخبری آژانس د الکفیل له قوله راپور راکړ،د حسیني اربعیّن د زیارتوالو په لاسلیک شوي قرآن نهائي نسخه،د علوي مقدس آستان د قرآن علمي ټولګې له خوا ددغه آستان تولیّت یا منجور ته ډالۍ شوه.

 د عباسی آستان دقرآن کریم دعلمي ټولګې مشر مشتاق العلي په دې باب ووئیل،د ټولنې په مختلفو ډلو کې د قرآن د فرهنګ د پياوړتیا په موخې سره او د قرآن کریم دعلمی ټولګې د سټراټژيک لیدتوګې په لړ کې،دغې ټولګې د اربعیّن د زیارتوالو په لاسلیکنې سره د قرآن کتابت  کړی دی.

هغه زیاته کړه ، په دغه قرآن کریم کې د استفادې وړ خط په عباسی مقدس آستان مصحف کې کارول شوی دی او دغه اقدام د هغو زیارتوالو لپاره چې کربلا ته ورځي،د معرفتۍ، کلتوري او معنوي فعالیت د لاښه کولو په موخې سره اجرا شوی دی.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4097126/%D9

captcha