ایکناخبری آژانس درای الیوم له قوله راپور راکړ،دغه مرکز د دوحې په الوعب سیمې کې په واقع المانع جومات کې د قطر د اسلامی چارو او اوقافو د وزارت تر نظر لاندې فعالیت کوي.
د المانع جومات خطیب او دجماعت امام او ددغه مرکز مشر محمد علی السلمي،پخپله د عاصم او حفص په روایت کې اجازت لري او له ۱۹۹۷کال څخه د قرآني مرکزونو د مدیریّت په زمینې کې فعالیت کوي.
دهغه په وینا په دغه مرکز کې شپږقرآني کړئ دي چې له لومړنیو تر پرمختللو سویو کې د قرآن د حفظ او نوره مهارتونو خصوصي زده کړې لري. السلمي ووئیل،له قطر او نورو عربو هیوادونو اوهمداراز د فرانسې،انګلستان پشمول له یو شمیر اروپائي هیوادونو او دغه راز له آسټریلیا او افریقائي هیوادونو کابو ۸۵ کسان په دغه مرکز کې موجود دي او د حفظ او نورو څانګو په زمینې کې په قرآني مهارتونو بوخت دي.
هغه ووئيل،په دغه مرکز کې د زده کونکو له کورنیو سره دوامدار ارتباط ته ځانګړی پام شوی او دغه ارتباط د موجوده ارتباطي اپلیکیشنونو له لارې منظمیږي.