IQNA

د پاکستان د پوځ نوی مشر قوماندان د قرآن کریم حافظ جنرال دی

6:51 - November 26, 2022
د خبر لمبر: 3486508
ایکنا-(تهران)د پاکستان مرکزي حکومت د قرآن کریم حافظ جنرال  عاصم منیر ددغه هیواد د پوځ مشر قوماندان منصوب کړ، هغه له  دارلتجوید حفظ القرآن څخه قرآن کریم حفظ کړی دی.

ایکنا خبري آژانس دی نیشن له قوله راپور راکړ،د پاکستان د پوځ دنوی مشر قوماندان جنرل عاصم منیر بخاري پلار هم دقرآن حافظ ؤ او دهغه ورور هم قرآن  کریم حفظ کړی دی.

د پاکستان عالمانو،مذهبی ګوندونو  او مشایخو د جنرال منیر  د پوځ دمشر قوماندان  دمنصوبیدا هرکلی کړی دی. دا هم وئيل شوي دي  چې د پاکستان مرکزي حکومت د پوځ د لوي درستیز په توګه جنرال  ساحرشمشاد میرزا منصوب کړی دی .

د پاکستان د شیعه عالمانو د شورا مرستیال مشر علامه عارف واحدي  او یو شمیر نورو پاکستانیو عالمانو او مذهبی شخصیّتونو د پوځ د مشر قوماندان په توګه د قرآن دیوه حافظ  منصوبول یو ښه اقدام بللی او  د هغه ددغه اقدام ستاینه ئې کړې ده.

دا هم وئيل شوي دي چې جنرال منیر په حرمیّن شریفیّن کې قرآن حفظ کړی دی. د پاکستان عالمان وائي  چې د پاکستان ملت په دغه وخت کې وحدت او ثبات ته اړتیا لري او د قرآن د حافظ  او سید په توګه د پاکستان د پوځ د مشر قوماندان ټاکنه  دهیواد ،ملت او اسلامی امت لپاره یو ښه ځيری کیدلی شي.

https://iqna.ir/ur/news/3513218/%D

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر:
captcha