IQNA

د شیخ الزکزکي د مړینې خبر رسندوئي شیطنت دی

6:56 - December 13, 2022
د خبر لمبر: 3486589
ایکنا-(تهران)په لندن کې د اسلامی بشری حقوقو د کمیشن مشر مسعود شجره د نیچریه د شیعیانو د عامې وژلې له کلیزې سره په یووخت د دغه هیواد داسلامی غورځنګ د رهبرشیخ ابراهیم الزکزکي د مړینې دخبر خپریدا یوډول رسندوئي شیطنت وباله.

ایکناخبری آژانس د  د نیجریه د شیعیانود رهبر شیخ محمد ابراهیم الزکزکي د لور ربیعه الزکزکي د ټولنیز  چینل له قوله راپور راکړ،شیخ ابراهیم الزکزکي په اړه د مړینې خبر دروغ دی او دا په دې وخت کې یوازې پروپيګنډه ده .

ایکناپه لندن کې د اسلامی بشری حقوقو د کمیشن له مشر مسعود شچره سره چې د شیخ الزکزکي یو ډير نزدې ملګری  او په نیجریه کې د هغه و د هغه دمیرمنې د غیر قانوني بندي کیدا  په پيښې کې  دهغه د وضعیّت داطلاع رسونې  لپاره فعال کمپاینونه ترسره کول، خبرې کړي او د هغه دصحت په باب ئې  ورسره خبرې کړي دي.

مسعود شجره د دسمبر په دولسمه نیټه یعني د نیجریه په زاریا ښار کې د دغه هیواد شیعیانو دعامې وژلې دغمیزې اومې کلیزې سره په یووخت ددغه خبر خپریدا،رسندوئي   شیطنت وباله او وې وئيل ،شیخ الزکزکي صحت سالم دی  او داسې ښکاري دغه خبر یوډول رسندويی شیطنت دی.

داپه د اسې حال کې دي چې پرون ناوخته شیخ محمد ابراهیم الزکزکي د زاریا ښار  د شهیدانو د اومې کلیزې په مناسبت د خپلو پلویانو په ټول کې وینا هم  وکړه.

همداراز د حضرت امام رضا علیه السلام د مقدس آستان په دارالمهدي انګڼ کې  د ماښام او ماسختون لمانځه وروسته د نیجریه د  زاریا ښار دغمیزې د کلیزې په مناسبت دستورې هم ترسره شوې چې په سلګونو مینه والو او غمجنو خلکو طلبه ؤ او نورو شخصیتونو هم پکې ګډون وکړاو په دې مناسبت د شیخ زکزکي تصویري پيغام هم خپورشو.

https://iqna.ir/fa/news/4106508/%D  

captcha