د قرآن کریم دپنځه ویشتمې سورې نامه فرقان دی . دغه سوره په مکې کې په پیغمبر اکرم(ص)نازله شوي دوه څلویښتمه سوره ده . فرقان سوره په ۷۷ایتونون سره، دقرآن کریم په اتلسمې او نولسمې سپارې کې واقع ده.
؛فرقان ؛ چې له باطله د حق دجلا کونکي په معنا دی ، دقرآن کریم یوه نامه حسابیږي . دغه سوره دتوحید،معاد،نبوت او له بت پرستۍ سره دمبارزې پر بحثونو ټينګار کوي او د سورې په وروستیو آیتونو کې ئې در یښتینو مومنانو ځانګړنې بیان کړي دي. فرقان سوره د موصوع له پلوه په درو برخو ویشل کیدلی شي.
په لومړۍ برخې کې د مشرکانو پر منطق نیوکې کیږي او د حق د خبرو دنه منلو لپاره د دوي پلمو جوړولو ته ځواب ورکوي او دوي ته د خداي تعالی د عذاب په باب خبرداری ورکوي او په دې پسې د تیرو قومونو دتاریخ ځينې برخې چې د پيغمبرانو د مخالفت او یا بلنې له امله په ترټولو سختو بلاګانو او ترینګلتیاؤکې ښکیل شوي ، د عبرت د درس په توګه بیانوي.
په دوهمې برخې کې د توحید د دلیلونو او د پنځون په نړۍ کې کې د خداي دغظمت د نښو نښانو ، د لمر له رڼا او وړانګو رانیولې ، دشپې تر توتمه،د بادونو ،ورښتونو ،د مړاؤ مځکو د ژوندي کولو ، او په شپږو مځکو او آسمانونو راپنځونې او په آسمانونو کې د دوي دمنظم سیځل او د میاشتې او لمر تر پنځيدا پورې پورې د نښو نښانو په باب ئې خبرې کړي دي.
په ځينو موردونو کې چې د خلقت حیرانتیاوې بلل شوي ، ۵۳آیت ته پکې اشاره کولی شو ، چې فرمائي ؛ « وَهُوَ الَّذِي مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هَذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَ هذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَحْجُورًا: او هغه دی هغه څوک چې دوه سمندرونه ئې د یوه بل ترڅنګ روان کړل، دیوه اوبه خوږې او زغمونکي او دبل اوبه ټاکې او تراخې دي او د دوي دوو ترمینځ ئې خنډ او حریم واقع کړی دی.:::
دغه آیت د هغو دوو سمندرونو په باب خبره کوي چې دخلقت یوه حیرانونکي پيښه حسابیږي. د الرّحمن سورې په نولسم او د نمل سورې په یوشپیتم آیتونو کې هم ددغو دوو سمندرونو خبره شوې ده .د بیان شوو ځانګړنو ته په پام سره ویئل کیدلی شي، دغه آیت ته اشاره د بالټیک سمندر او شمالی سمندر دمینځ سرحد ته ده چې په ډنمارک کې په سکګن ټوریسټي ښار کې لیدل کیږي . همداراز مدیترانې او اطلس سمندر هم دغه ځانګړنې لري.
دفرقان سورې دریمه برخه هم د ریښتینو مومنانو(عبادالرحمن) دصفتونو په باب او دخدای دخالصو بندګانو په باب ده چې له متعصبو او پلمه جوړونکو کفارو په پرتله کې مطرح شوی دي ، دغه صفتونه یوه ډلګه ده ،د صالحو عملونو ،اعتقاداتو، له شهواتو سره دمبارزې ،دکافي پوهې درلودلو او داجتماعي مسئولیّت او ژمنتیاؤ.